د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

" په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو عرضه له سترو ننګونو سره مخ ده"

" په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو عرضه له سترو ننګونو سره مخ ده"

Aug 04, 2018 - 18:38

کابل (پژواک،۱۳زمری ۹۷):  په افغانستان کې د نړیوال روغتیايي سازمان مشر وايي چې  په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کول له سترو ننګونوسره مخ دي او اړتیا ده چې د دې هېواد په روغتیايي برخه کې زیاته پانګونه وشي.

په افغانستان کې د نړیوال روغتیايي سازمان (WHO) استازي ډاکترریک پيپرکورن Dr Rik Peeperkorn) نن (( روغتیا درهرکس لپاره غوره ده ))ترعنوان لاندې کلني اتم علمي کنفرانس کې چې کابل کې د فرانسې په طبي انستیتیوت کې جوړ شوی و، وویل چې افغانستان له سترو روغتیایي ننګونوسره مخ دی؛ ځکه غیرساري ناروغۍ لکه، سرطان، د زړه ،شکر او ځینې نورې ناروغۍ په دې هېواد کې د پراختیا په حال کې دي.

نوموړي زیاته کړه: (( اړینه ده چې دولت، نړیوال همکاران او مالي بسپنه ورکوونکي د روغتیا په برخه کې زیاته پانګونه وکړي، څو ډاډ ترلاسه شي چې په هرځای کې هر انسان ته د غوره روغتیا لپاره اسانتیاوې رامنځ ته شي.))

هغه وویل چې نړیوال روغتیايي سازمان د روغتیايي خدمتونو معیاري کولو او دې خدمتونو ته د زیات لاسرسي لپاره د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سره مرسته کوي او په دغه برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسي مرستیال ډاکتراحمدجان نعیم همه په دغه کنفرانس کې وویل چې د هېواد په بېلابېلو روغتیايي برخو کې ستونزې شتون لري.

د نوموړي په وینا، تر دې وړاندې د افغانستان روغتیا په برخه کې یواځې ساري ناروغۍ د اندېښنې وړ وې؛ خو اوس  د سرطانونو، زړه او مغزي سکتو، شکر او وینې لوړ فشارترڅنګ،  د ترافیکي پېښو له امله چې د زیات شمېر هېوادوالو د مرګ ژوبلې لامل ګرځي چې دا هم د هېواد روغتیايي برخه کې یوه ستره ننګونه ده.

هغه وویل چې د عامې روغتیا وزارت دې ستونزو ته د رسېدنې لپاره، د عامه او خصوصي سکتورونو پر پالیسي کارکوي او هڅه کوي چې د دولت او خصوصي سکتورګډ روغتونونه جوړ کړي.

نوموړي زیاته کړه چې یوه ډله عرب سوداګرچمتو شوي  چې دکابل ښار په دولتي روغتون وزیرمحمد اکبرخان کې پانګونه وکړي؛څو په ګډه د هغوی او افغان دولت له لوري معیاری روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.

همداراز نوموړي وویل، د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې د مالي مرستندویه بنسټونو مرستې راجلب کړي څو تر لاس لاندې پروګرامونه پرې پلي کړي.

ننني کنفرانس کې چې څه باندې ۲۰۰ کسانو برخه اخیستې وه، د نفوس، د عامې روغتیا، د میندو او ماشومانو روغتیا، دمیندوارۍ په دوران کې روغتیا، ټکنالوجي او روغتیا، غیرساري ناروغیو، طبي څارنې، نرسنګ او داسې نورو په اړه د ګډونوالو له لوري مقالي وړاندې شوې.

د فرانسې طبي انستیتیوت د لنډمهالې عملیاتي کمېټې مشر لي هیلینګ (Lee Hilling)  وویل چې افغانستان په تېرو ۱۵ کلونوکې د روغتیا په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري؛ خو بیا هم د معیاري روغتیايي خدمتونو له وړاندې کولو څخه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره زیاتو هڅو ته اړتیا شته.

نوموړي وویل چې د یاد کنفرانس موخه د ستونزو په نښه کول او ورته د حل لارې موندل و.

هغه زیاته کړه ، مقالې او وړاندیزونه چې مطرح کېږي او همداراز د ننګونو حل لپاره چې لارې چارې وړاندیز کېږي، هغه به چاپ او د عامې روغتیا وزارت په اختیارکې به ورکړل شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement