ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په  تګاب کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان وژل شوی

په تګاب کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان وژل شوی

author avatar
4 Aug 2018 - 18:43
په  تګاب کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان وژل شوی
author avatar
4 Aug 2018 - 18:43

محمودراقي (پژواک، ١٣ زمرى ٩٧) : چارواکي وايي چې د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان وژل شوى دى.

د تګاب امنيه قوماندان محمد نعيم ساپي د زمري په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان غنم ګل ساپى تېره شپه د وسله والو د يوه کمين په ترڅ  کې وژل شوى  او يو ساتونکى يې ټپي دى.

خو هغه زياته کړه، دا تر اوسه نه ده معلومه چې نوموړى د وسله والو مخالفينو له خوا وژل شوى او که د ځايي وسله والو  له لوري .

د نوموړي په وينا، دوى په سيمه کې ځينې نور شخصي مسايل هم درلودل، خو په دې اړه څېړنې پيل شوې دي.

د طاهر په نامه د سيمې يو تن  اوسېدونکي هم پژواک ته وويل چې غنم ګل په سيمه کې شخصي دښمنۍ لرلې.

تر اوسه ددې پېښې مسووليت چا نه دى منلى .

د يادونې ده چې څوکاله پخوا د نوموړي یوبل ورور چې د سیمه ييزو پولیسو قوماندان و، د نجراب پر لویه لاره د وسله والو له خوا وژل شوی و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.