ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې د ښځو لپاره د جمنازيوم جوړېدو چارې پيل شوې

په غزني کې د ښځو لپاره د جمنازيوم جوړېدو چارې پيل شوې

author avatar
4 Aug 2018 - 15:50
په غزني کې د ښځو لپاره د جمنازيوم جوړېدو چارې پيل شوې
author avatar
4 Aug 2018 - 15:50

غزني ښار(پژواک،١٣زمرى٩٧): د غزني په مرکز کې د ١٨ ميليونه افغانيو په لګښت، د ښځو لپاره د يو جمنازيوم د جوړېدو چارې پيل شوې.

د زمري په ١٣مه د دې جمنازيوم د جوړېدو په مراسمو کې د غزني والي وحيدالله کليمزي وويل چې په دغه ولايت کې د ښځينه لوبغاړو لپاره په لومړي ځل جمنازيوم جوړېږي.

هغه زياته کړه: ((دلته ښځينه لوبغاړې ډېرې دي خو د ورزش لپاره يې مناسب ځاى نه درلود.))

د والي د معلوماتو له مخې، دغه جمنازيوم په ١٤ بسوې ځمکه کې د ١٨ ميليونو افغانيو په لګښت جوړېږي چې د ښځو چارو وزارت له لوري يې مالي لګښت ورکول کېږي.

په دې غونډه کې د غزني د ښځو چارو رييسې شکريې ولي وويل چې دغه جمنازيوم د غزني ښار په علي لالا سيمه کې جوړېږي.

هغې وويل: (( دا جمنازيوم په ښځينه باغ کې دننه جوړېږي چې ټول اړين توکي به ولري، ځکه چې ښځې د ورزش په برخه کې ډېرې ستونزې لري.))

همدارنګه په غزني کې د واليبال لوبغاړې تهمينې پژواک ته وويل چې د جمنازيوم د نه درلودو له امله له ستونزو سره مخ دي.

هغې وويل: ((کله چې اړتيا پېښه شي نو په مياشت کې يو ځل او يا هم کله دوه ځلې د نارينه وو له جمنازيوم نه استفاده کوو، خو د دې جمنازيوم په جوړېدو سره به زموږ مشکل حل شي.))

د نوموړې د معلوماتو له مخې، غزني په هره برخه کې ښځينه لوبغاړې لري چې کولى شي د نورو ولايتونو له لوبغاړو سره سيالۍ وکړي.

د يادونې ده چې د غزني په جاغوري، مالستان او ناهور ولسواليو کې د ښځينه لوبغاړو لپاره مناسب لوبغالي شته دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.