کندوز ښار (پژواک، ١٣ زمرى ٩٧) : د کندوز ولايت دوو رياستونو ته جوړې شوې ودانۍ د يولړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د کندوز والي عبدالجبار نعيمي د زمري په ١٣مه، ددې ودانيو د پرانېستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، پر دې ودانيو ١٨ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى چې د المان له خوا ورکړل شوى دى.
هغه زياته کړه، دا ودانۍ دوه سالونه،دفترونه او اړينې اسانتياوې لري چې د ولایت د منابع بشري،سکتوري او مالي او اداري ریاستونو ستونزې چې پخوا يې دځای د نه شتون له امله لرلې هوارې شوې .
نعيمي وويل: (( موږ دټولو هغو هېوادونو،مرستندویانو او همکارانو چې زموږ سره د کندوز په ابادۍ،پرمختګ او په دغه ولایت کې خلکو ته د اساسي خدماتو په وړاندې کولو کې همکاري کوي له مرستو يې مننه او قدرداني کوو .))
والي له نړيوالو مرستندويه ټولنو وغوښتل چې په دغه ولايت کې خپلې مرستې لا پراخه کړي، څو د خلکو ستونزې په وخت سره هوارې شي.
هغه ژمنه وکړه چې ډېر ژر به ددغه ولايت پاتې رياستونو ته هم ودانۍ جوړې شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن