ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره ميلادي مياشت په افغانستان کې ٢٨٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

تېره ميلادي مياشت په افغانستان کې ٢٨٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
5 Aug 2018 - 16:50
تېره ميلادي مياشت په افغانستان کې ٢٨٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
5 Aug 2018 - 16:50

 کابل (پژواک، ١٤ زمرى ٩٧): تېره (جولاى) مياشت افغانستان کې په ٢٣٩ بريدونو کې نږدې ٢٨٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او شمېرې ښيي چې د مرګ ژوبله کچه د وړمې مياشتې په پرتله ٢٩ سلنه ډېره شوې ده.

خو د تېرې مياشتې مرګ ژوبله د تېر کال د همدغې مياشتې په پرتله لس سلنه کمې شوې ده.

د پژواک د راپورونو له مخې، د هېواد په بېلابېلو سيمو کې په تېره (جولاى) مياشت کې ٢٣٩ خو په وړمه (جون) مياشت کې ١٩٨ بېلابېل بريدونه شوي دي.

د پژواک خپاره شوي خبرونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چې په تېره مياشت (جولاى) کې د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه په ٣١ کې ١٦٤١ کسان وژل شوي او ١١١٣ نور ټپيان دي.

ترلاسه شوې شمېرې ښيي چې تېره مياشت له هرو ٢٨ تنو، ١٦ ته په مخامخ نښتو، درېيو، درېيو ته په هوايي بريدونو، ځانمرګو بريدونو او هدفي وژنو او دوو ته په چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

 تر ټولو ډېر (٣١، ٣١) بريدونه په فارياب او ننګرهار کې او تر ټولو لږ په سرپل، دايکنډي او ميدان وردګو کې شوي دي.

نيمايي بريدونه په فارياب، ننګرهار، هلمند، غزني او کابل او پاتې نور په ٢٦ نورو ولايتونو کې شوي، خو پژواک په دې مياشت کې له باميانو، نورستان او تخار ولايتونو څخه د بريدونو راپور نه دى ترلاسه کړى.

د پوځي چارو شنونکى جنرال زلمى وردګ په ننګرهار او فارياب کې د وسله والو طالبانو تر څنګ د داعش ډلې شتون په دغو ولايتونو کې د بريدونو ډېروالي لامل بولي.

د هغه په وينا، کابل د هېواد پلازمېنه ده او مخالفين غواړي دلته د بريدونو په ترسره کولو سره نړيوالو ته ځانونه پياوړي وښيي او په غزني کې ځکه د وسله والو مخالفينو تحرکات ډېر دي چې له دغه ولايت څخه کولاى شي د يوې مرکزي سيمې په توګه کار واخلي او شاوخوا ولايتونه وګواښي.

د وردګ په خبره، طبيعي ده، چېرته چې د دولت د وسله والو مخالفينو بريدونه ډېر وي، هلته دولتي ځواکونه هم ډېر تحرکات لري او بريدونه کوي.

د ملي دفاع وزارت چارواکي هم وايي، په هغو سيمو کې ډېر پوځي عمليات کوي چېرې چې د دولت وسله وال مخالفين ډېر فعاليت ولري.

مرګ ژوبله

د پژواک راپورونه ښيي چې تېره مياشت ټول ١٦٤١ کسان وژل شوي او ١١١٣ نور ټپيان دي.

په دغو وژل شوو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، خو پژواک يې ځکه ځانګړې شمېرې نه خپروي چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړې او د ټولو تفکيک يې شونى نه دى.

د پژواک د راپورونو له مخې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د هېواد په ختيځ (ننګرهار) کې اوښتې ده.

تېره مياشت هېڅ داسې ورځ نشته چې بريد نه وي شوى او خلکو ته دې مرګ ژوبله په کې نه وي اوښتې، خو د جولاى ١٢مه د دې مياشتې تر ټولو خونړۍ ورځ ده؛ ځکه چې په دغه ورځ پژواک له بېلابېلو سيمو د ٢٢٧ کسانو د وژل کېدو او ٩١ نورو د ټپي کېدو راپورونه ترلاسه کړي وو.

د دې ورځې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د کندوز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې اوښتې ده. راپورونه ښيي چې په دې ورځ د دولت او وسله والو مخالفينو تر منځ په نښتو کې اتيا کسان وژل شوي او ٢٥ نور ټپيان وو.

د پوځي چارو شنونکی جنرال زلمی وردک وايي، کله په يوه او کله په بله سيمه کې د جګړې د مرګ ژوبلى کچه د جګړې په ډول او تاکيتک پورې اړه لري.

هغه وايي چې په جبهه يي جګړو او هغو بريدونو کې مرګ ژوبله ډېره وي چې په ګڼ مېشتو سيمو کې تر سره کېږي.

له تېرو شاوخوا ١٧ کلونو راهيسې له افغان دولت او په افغانستان کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو سره د وسله والو طالبانو او نورو وسله والو مخالفينو جګړه روانه ده.

افغانستان کې د تېرو کلونو تجربه ښيي چې هر کال د هوا په ګرمېدو سره جګړه او له امله يې مرګ ژوبله ډېرېږي.

د پژواک خبري اژانس د مياشتنيو راپورونه له مخې، تېر کال هم د ژمي او مني په پرتله په اوړي او پسرلي کې جګړې ډېرې وې او د مرګ ژوبلې شمېر هم په پسرلي او اوړي کې د کال د نورو فصلونو په پرتله ډېر دى.

د مرګ ژوبلې شمېرې ښيي چې تر اوسه سږ کال د تېر په پرتله خونړى دى.

په منځنۍ کچه د تېر کال په لومړيو ٧ مياشتو کې څه باندې ١٤٠٠٠ تنو، خو د روان کال په لومړيو ٧ مياشتو کې څه باندې ١٥٠٠٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 تېر کال په ټول هېواد کې ٢٥ زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

سوله وکړئ!

جګړې په داسې حال کې روانې دي او له افغانانو ژوند اخلي چې په دې وروستيو کې د سولې غوښتنې خوځښتونه ډېر شوي او د جګړې له لورو د اوربند او سولې غوښتنه کوي.

د کندهار د معروف ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالله چې تېره اوونۍ يې د ماين چاودنو په دوو جلا جلا پېښو کې درې ورېرونه ټپيان شوي وايي چې په کندهار کې به داسې کورنۍ ډېرې کمې وي چې د خپلې کورنۍ غړي يې په جګړو کې له لاسه نه وي ورکړي.

هغه زياته کړه: “دا روانه جګړه چې څه باندې يوه نيمه لسيزې کېږي، روانه ده؛ ډېری قربانيان يې ملکي وګړي دي، اخر تر کومه به دغه ناورين روان وي او خلک به د خپل مرګ انتظار باسي.”

دى د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کوي چې نور دې ملکي وګړي نه وژني او د هغوی د ژوند خونديتوب ته دې پام وکړي.

هغه زياتوي، تر هغه چې جګړه نه وي درېدلې، د خلکو د ژوند خونديتوب ممکن نه دی، نو ځکه د عام ولس غوښتنه دا ده چې سوله وشي او په دې توګه د وژنو لړۍ پای ومومي.

دغه راز د فراه ښار د پنځمې ناحيې اوسېدونکی ۲۸ کلن محمد ناصر چې څه موده وړاندې يې ځوان خوريى (نوراحمد) چې ملکي وګړى و او نوى واده يې کړى و، په يو بريد کې ووژل شو.

محمد ناصر وايي: “جګړو افغانستان تباه کړ، نه پوهېږم چې تر کله به وژل کېږو؟ ايا همدومره کونډې، يتيمان او در په دري مو بس نه ده؟”

هغه په هېواد کې د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي چې د قران کريم د هغه ارشاد مطابق چې وايي والصلح خير، د سولې لار خپله او د دغه قران پيغام ته پام خپل هېوادوال خوشاله کړي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني بيا، بيا د سولې پر خبرو ټينګار کړى او له طالبانو يې غوښتي چې بين الافغاني مذاکرو ته چمتو شي.

طالبانو تر دې دمه دا ډول خبرو ته چمتوالى نه دى ښودلى، خو په قطر کې يې له امريکايي چارواکو سره مقدماتي خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس د داعش ډله هم د هېواد په ځينو ولايتونو کې فعاليت لري او خونړي بريدونه يې ترسره کړي دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.