جلال اباد (پژواک ١٤ زمرى ٩٧): د ننګرهار چارواکي وايي، د جلال اباد ښار بهسودو پله سره ځانمرګي بريدګر د ملي اردو درې سرتېرى وژلي او درې تنه نور يې ټپيان کړي دي.
د والي وياند عطاءالله خوږياڼي، پژواک خبري اژانس ته د ياد شوي مطلب په بيانولو سره وويل چې دغه بريد نن نږدې ماښام په ٦:٤٠ بجو د بهسودو پله په څلورلاره کې شوى دى.
ده زياته کړه، د ملي اردو سرتېري چې يو کس يې تر شک وروسته پلټه او د پلټنې پرمهال پوه شوى و چې ځانمرګى بريدګر دى، نو د غېږې په ورکولو سره يې د خلکو له ګڼې ګوڼې څخه بهر وېستلى، په همدې مهال بريدګر په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چاودلي دي.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې ياد شوى سرتېرى وژل شوى، درې نور سرتېري او يو ملکي وګړى ټپيان دي.
د والي وياند وايي، ياد شوي وژل شوي سرتېري په خپل دې کار سره د سلګونو هېوادوالو ژوند ژغورلى دى.
خو د عامې روغتيا رئيس نجيب الله کامه وال، پژواک ته وويل چې له دې پېښې څخه دوى ته د ملي اردو د درېيو سرتېرو جسدونه، درې ټپيان چې يو ملکي وګړى او دوه سرتېري دي، ور وړل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن