ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د لوړو زده کړو وزارت به دکانکور د پايلو په اړه ټولو شکايتونو ته رسېدنه وکړي”

“د لوړو زده کړو وزارت به دکانکور د پايلو په اړه ټولو شکايتونو ته رسېدنه وکړي”

author avatar
5 Aug 2018 - 18:33
“د لوړو زده کړو وزارت به دکانکور د پايلو په اړه ټولو شکايتونو ته رسېدنه وکړي”
author avatar
5 Aug 2018 - 18:33

کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۹۷): د لوړو زده کړو وزارت مسوولين د دې خبرې په کولو سره چې د کانکور پايلو په تړاو د وزارت دروازه د هر شکايت کوونکي پرمخ خلاصه ده، ژمنه کوي چې په دې اړه ټولو شکايتونو ته به رسيدګي کوي.

د لوړو زده کړو وزارت د کانکور رياست سرپرست عبدالقديرخموش نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې تردې دمه يواځې د لوړو زده کړو په وزارت کې تر ۲۰۰ پورې شکايتونه ثبت شوي او دوی ژمن دي چې ټول شکايتونه وڅېړي او رسيدګي ورته وکړي.

د لوړو زده کړو وزارت د روانې مياشتې په لسمه د کانکور پايلې اعلان کړې چې له ټولو څه د پاسه ۱۷۵زره داوطلبانو څخه ۱۵۸زرو کسانو په ازموينه کې برخه واخيسته او له ۱۴۹زره ډېرو کسانو لوړو او نيمه لوړو زده کړو موسسو ته لار ومونده.

د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، له برياليو کسانو څخه شاوخوا ۶۰زره تنه چې ٣١ سلنه يې نجونې دي، د دولتي لوړو زده کړو موسسو او پوهنتونونو او نږدې ۱۲۵۰۰ نور دولتي نيمه لوړو زده کړو موسسو ته بريالي شوي او کابو ۷۶ زره تنه به د لوړو زده کړو نادولتي موسسو او د نيمه لوړو زده کړو دولتي موسسو ته ور وپېژندل شي، ترڅو هلته زده کړې وکړي.

د کانکور کمېټې سرپرست رييس وايي: " زموږ څېړنې ښيي چې د کانکور ګډونوال او د هغوى کورنۍ د سږني کانکور له پايلو څخه خوښ دي او د کانکور پايلو د اعلان له پيل څخه تر اوسه يواځې د ۲۰۰ کسانو د شکايتونو فورمې ثبت شوې دي، چې هره يوه شکايت ته به رسيدګي وشي."

هغه زياتوي، د داوطلبانو د هغو شکايتونو په اړه چې د نجونو اختصاصي څانګې يې انتخاب کړي، د لوړو زده کړو وزارت پرېکړه به شاوخوا يوه اوونۍ وروسته اعلان شي.

خو نوموړى د هغو کسانو په اړه چې نيمه لوړو زده کړو او يا هم خصوصي لوړو زده کړو موسسو ته ور پېژندل شوي، چېرته لاړ شي، وويل: "موږ خپلو داوطلبانو ته دوه چانسه ورکړي دي، که چېرې غواړي چې نيمه لوړو دولتي زده کړو ته ورشي، دروازې يې پر مخ خلاصې دي او که غواړي په تخفيف سره خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، هم ورتلای شي."

د ده په وينا، هغه کسان چې واجد شرايط دي، له طب پوهنځي پرته کولای شي په مستقيم ډول خصوصي پوهنتونونو کې د خپلې خوښې رشته انتخاب او تر هغه وروسته پوهنتون ورته خپل تخفيف اعلان او د دواړو لوريو تر هوکړې وروسته داوطلب کولای شي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

همداراز د لوړو زده کړوه وزارت وايي چې دغه وزارت د نجونو او هلکانو د ټولګيو د جلاوالي په اړه کومه طرحه نه ده وړاندې کړې.

د دې وزارت وياند ضياء ساحل وويل چې د هېواد په پوهنتونونو کې د نجونو او هلکانو د درسي ټولګيو د جلاوالي په اړه بحث يواځې ناسم پوهای دی؛ نجونې او هلکان به لکه د تېر په څېر په پوهنتونونو کې په ګډه خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.