تعقيبي- ګردېز (پژواک، ١٤ زمرى ٩٧): د پکتيا د لجه منګل ولسوالۍ جګړه د څلورو امنيتي سرتېرو او ٢٣ وسله والو طالبانو په وژل کېدو پاى ته ورسېده.
د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې تېره شپه شاوخوا دوولس بجې لسګونه وسله والو طالبانو د لجه منګل پر ولسوالۍ ډله ييز بريد وکړ چې جګړې د سهار تر نږدې نهو بجو پورې دوام درلود.
د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال رازمحمد مندوزي پژواک ته وويل چې په ولسوالۍ کې شته امنيتي ځواکونو له طالبانو سره سخته جګړه کړې چې په ترڅ کې يې ۲۳ طالبان وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
مندوزی وايي، په جګړه کې دوه پوليس او دوه د ملي اردو سرتېري هم وژل شوي دي.
نوموړي وويل چې سيمې ته د ځانګړې قطعې ځواکونو په رسېدو جګړه پای ته رسېدلې، يوه پوسته سقوط شوې وه چې هغه هم بېرته نيول شوې ده.
همدارنګه له سيمې يوې بلې سرچينې چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، پژواک ته وويل چې په جګړه کې د لجه منګل د ملي امنيت مدير او دوه سرتېري هم وژل شوي، خو د ملي امنيت رياست دا خبر ردوي او وايي چې په جګړه کې د ملي امنيت سرتېرو ته زيان نه دی اوښتی.
د دې سرچينې په خبره، د ولسوالي دوه سرتېري ورک دي او تر اوسه يې په اړه معلومات نشته دي.
د امنيې قوماندانۍ مسوولين وايي وسله والو طالبانو ولسوالۍ ته نږدې د سلام مخابراتي شبکې پايه هم ويشتلې چې ويجاړه شوې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن