ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنو خونو د سبو له درکه د کندهار ۴۰ سلنه اړتیا پوره کړې ده

شنو خونو د سبو له درکه د کندهار ۴۰ سلنه اړتیا پوره کړې ده

author avatar
5 Aug 2018 - 09:29
شنو خونو د سبو له درکه د کندهار ۴۰ سلنه اړتیا پوره کړې ده
author avatar
5 Aug 2018 - 09:29

کندهار (پژواک ١٤ زمری ۹۷): په وروستیو دوو کلونو کې په کندهار کې سلګونه شنې خونې جوړې شوې چې د کار او روزګار تر څنګ خلکو ته د ګټې وټې ښه وسیله شوې او د سبزیجاتو شاوخوا ۴۰ سلنه اړتیا یې پوره کړې ده.

له شنو خونو ترلاسه کېدونکي سبزیجات نږدې ولایتونو او کله کله آن پاکستان ته هم وړل کېږي، په داسې حال کې چې پخوا به د اړتیا وړ سبزیجات له پاکستان او ایران څخه راوړل کېدل.

رحمت الله د ډنډ ولسوالۍ هغه کروندګر دی چې پر یونیم جریب ځمکه یې شنه خونه جوړه کړې او بادرنګ یې په کې کرلي دي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه شنه خونه یې د کارډ- اېف موسسې په مرسته جوړه کړې ده او د کال هر موسم په کې بېلابېل سابه بادرنګ، رومیان، دلمه مرچ او نور کري.

هغه زیاته کړه، د کرنې دغه عصري بڼه تر دودیزې هغې څو برابره ګټوره او اسانه ده؛ ځکه لږې ځمکې او لږو اوبو ته اړتیا لري.

دی وايي، هر ځل چې یې حاصل ورسېږي نو پنځه زره کیلوګرامه بادرنګ ورڅخه ترلاسه کوي چې له ۹۰ تل ۱۰۰زره افغانۍ جوړوي.

د ده په خبره، هر سهار خپل محصولات د زرنج په وسیله د کندهار ښار تر مارکېټ پورې رسوي چې له هغه ځایه بیا نورو ولایتونو اروزګان، زابل، غزني او کله کله چې ډېر وي ان پاکستان ته هم وړل کېږي.

نورمحمد د کندهار ښار په میرویس مېنه کې شنې خونې لري چې د بادرنګو تر څنګ یې په کې رومیان او شنه مرچ او نور کرلي دي.

دی هم وايي چې کروندګر له شنو خونو د ترلاسه شوو محصولاتو په وسیله په لږه خواري ډېره ګټه کوي؛ ځکه دغه توکي داسې مهال بازار ته وړاندې کېږي چې اړتیا ورته ډېره وي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، که حکومت او مرستندویې ادارې په دې برخه کې د کندهار په ټولو ولسوالیو کې له کروندګرو سره مرستې وکړي نو د کوکنارو ښه بدیل هم کېدای شي.

نورمحمد د بېلګې په ورکولو زیاته کړه: ((که یو کروندګر پر خپله ځمکه کوکنار وکري او له هغه ۶ منه ترلاسه کړي، ښايي درې لکه افغانۍ پرې جوړې کړي خو که یو کروندګر شنه خونه ولري، ښايي ټول کال ورڅخه له ۱۰ تر ۱۵ لکه افغانیو عاید ولري.))

د ده په خبره، د شنو خونو کښت که له یوې خوا د کروندګرو د عوایدو کچه لوړوي، له بلې خوا خلک په هر موسم کې تازه سبزیجاتو ته لاسرسی پیدا کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.