ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې خلک د اوبو د لګښت له درکه ۲۰۸ میلیونه افغانۍ پوروړي دي

په هرات کې خلک د اوبو د لګښت له درکه ۲۰۸ میلیونه افغانۍ پوروړي دي

author avatar
5 Aug 2018 - 15:17
په هرات کې خلک د اوبو د لګښت له درکه ۲۰۸ میلیونه افغانۍ پوروړي دي
author avatar
5 Aug 2018 - 15:17

هرات (پژواک، ۱۴ زمری ۹۷): په لوېدیځ زون کې د اوبو رسولو اداره وايي چې ۲۳ دولتي ادارو، مذهبي اماکنو او ځینو نورو مشترکینو نږدې ۲۰۸ میلیونه افغانۍ د اوبو لګښت  نه دی ورکړی، دا چاره لامل شوې څو په یاده اداره کې سترې پراختیايي پروژې عملي نه شي.

د لوېدیځ زون د اوبو رسولو او کانالیزاسیون مشر راتب حمیم د یوې ناستې په جریان کې رسنیو ته وویل چې له څو کلونو راهیسې یو شمېر دولتي ادارې، مذهبي اماکن او ځینو نور پېرودونکي، د اوبو د لګښت له درکه شاوخوا ۲۰۸ میلیونه افغانۍ پوروړي دي.

نوموړي د دغه مطلب په څرګندولو سره چې د ځینو مشترکینو له لوري د اوبو لګښت نه ورکول، په لوېدیځ زون کې د اوبو رسولو او کانالیزاسیون ادارې ته سرخوږی جوړ شوی، زیاته یې کړه چې د اوبو لګښت نه ورکول په لوېدیځ زون کې د دې ادارې د پراختیايي پروژو تطبيق پر وړاندې یو خنډ دی.

نوموړي وویل: ((چې پر پېرودونکو د ۲۰۸ میلیونو پاتې افغانیو له جملې ۱۵۶ میلیونه یې د استوګنې سیمو پر پېرودونکو، ۳۴ میلیونه یې پر ۲۳ دولتي ادارو او ۱۸ میلیونه افغانۍ پر مذهبي اماکنو پور پاتې دی.))

هغه همداراز وویل چې د لوېدیځ زون د اوبو رسولو او کانالیزاسیون ادارې د هرات ولایت له ۱۹ ولسوالیو یوازې غوریان، زنده جان، شینډنډ، اوبه او پښتون زرغون ولسوالۍ تر پوښښ لاندې راوستې دي.

د هغه په وینا، پر ټاکلي وخت د لګښت نه ورکول، د اوبو رسولو شبکې زړښت، د پرې یا مات شوي پایپ موندلو لپاره د پرمختللو وسایلو نه شتون، هغه عمده ستونزې دي چې دا اداره ورسره مخ ده.

هغه وویل چې مشتریانو ته د څښاک پاکو اوبو رسول، د زون په کچه د اوبو رسولو شبکې پراختیا، د خپل سرو ژورو څاګانو له کيندلو او د اسراف په ډول د اوبو له  لګښت څخه مخنیوی د دې ادارې له پلانونو څخه دي.

په ورته وخت کې د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دولتي ادارې به ډېر ژر د اوبو لګښت خپلې پیسې ورکړي؛ خو له نورو پېرودونکو دې د اوبو رسونې اداره را ټولې کړي.

د هرات یو مدني فعال سید اشرف سادات د اوبو له پېرودونکو غوښتنه وکړه چې له ځنډ پرته دې د اوبو لګښت پیسې ورکړي څو په دغه ولایت کې د اوبو رسولو شبکې د پراختیا پر وړاندې خنډ ونه ګرځي.

خو د هرات یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د اوبو لګښت پیسو راټولولو په برخه کې دې اړوند بنسټونه همکاري وکړي څو دا اداره وکولی شي لا غوره خدمتونه وړاندې کړي.

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، دا مهال د اوبو رسولو او کانالیزاسیون اداره د لوېدیځ زون په کچه څه باندې ۶۵زره پېرودونکي لري چې له دې جملې کابو ۵۶زره یې د هرات ښار دننه او پاتې نور یې د لوېدیځ زون په ولایتونو کې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.