ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې په زرګونو کروندګرو د څارويو خوراکي توکي ووېشل شول

په کندهار کې په زرګونو کروندګرو د څارويو خوراکي توکي ووېشل شول

author avatar
5 Aug 2018 - 20:10
په کندهار کې په زرګونو کروندګرو د څارويو خوراکي توکي ووېشل شول
author avatar
5 Aug 2018 - 20:10

کندهار (پژواک، ۱۴ زمری ۹۷): د کندهار په څلورو ولسوالیو ژیړۍ، دامان، میوند او سپین بولدک ولسوالیو کې پر ۴ زره کروندګرو ۴ سوه مټریک ټنه د څارویو خوراکي توکي ووېشل شول.

دغه خوراکي توکي د جاپان هېواد د خلکو له خوا چمتو شوي وو او په داسې حال کې د کندهار پر کروندګرو او مالدارانو وېشل کېږي چې دغه ولایت سختې وچکالۍ ځپلی دی.

د کندهار ولایت مرستیال عبدالحنان منیب د دغو توکو د وېش پر مهال پژواک اژانس ته وویل، سږ کال په کندهار کې کم ورښت شوی چې له امله یې د دهلې بند د اوبو زېرمه تشه شوې او خلک له وچکالۍ سره مخ دي.

هغه زیاته کړه، کروندګر د خپلو کښتونو او باغونو لپاره کافي اوبه نه لري او دغه راز مالداران د خپلو څارویو لپاره کافي خوراک نه شي برابرولای.

د ده په خبره، پر همدې بنسټ د کندهار ولایتي ادارې د  FAOموسسې له لارې د جاپان هېواد د خلکو په مرسته د کروندګرو او مالدرانو لپاره د څارویو یوه اندازه خوراکي توکي چمتو کړي دي.

دی وايي، دغه ۴ سوه مټریک ټنه خوراکي توکي سمدستي په ژیړۍ، دامان، میوند او سپين بودلک ولسوالیو کې پر ۴ زره کروندګرو ووېشل شول.

خو ده ژمنه وکړه چې په ورته توګه به دغه راز مرستې د دې ولایت په نورو ولسوالیو کې هم کوي.

د کندهار د کرنې رییس انجنیر سید حفیظ الله سیدي هم وویل چې تر راتلونکو څو ورځو به له کروندګرو او مالدارنو سره د څارویو لپاره د ۱۷ سوه مټریک ټنه نورو خوراکي توکو مرسته هم وکړي.

د ژیړۍ یوه کروندګر محمد زمان مننه وکړه چې ولایتي ادارې له مرستې مننه وکړه او ویې ویل په روانه وچکالۍ کې له کروندګرو او مالدارانو سره دا مرسته هم غنیمت ده، خو ستونزه نه شي حل کولای.

هغه زیاته کړه، خلک هومره وچکالۍ ځپلي چې ان په ځینو سیمو کې د څښلو اوبه هم نه پیدا کېږي، ځکه تر ځمکې لاندې دا وبو کچه لسګونه متره ټيټه شوې ده.

نوموړی له دولته غواړي چې د دهلې بند د دېوالونو لوړولو چارې ژر پیل کړي او دغه راز په یو شمېر سیمو کې دې نور بندونه هم جوړ کړي څو د راتلونکې لپاره د اوبو د کمښت ستونزه حل شي.

د کندهار د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، دغه ولایت د کال په اوږدو کې له ۲۵۰ ملي متره زیات باران ته اړتیا لري، خو سږ کال یواځې ۷۵ ملي متره باران شوی دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.