ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د ټاکنو لپاره معيارونه په ډاګه کړل

​د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د ټاکنو لپاره معيارونه په ډاګه کړل

author avatar
5 Aug 2018 - 17:21
​د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د ټاکنو لپاره معيارونه په ډاګه کړل
author avatar
5 Aug 2018 - 17:21

کابل (پژواک، ١٤ زمرى ٩٧): د افغانستان د کرکټ په ملي لوبـډله کې د لوبغاړو پر ټاکنو تر نيوکو وروسته دغې ادارې د لوبغاړو د ټاکنو لپاره نوي معيارونه په ډاګه کړل.

د افغانستان کرکټ بورډ د ټاکنيزې کمېټې مسوول نوروز منګل، د دې کمېـټې بل غړي حاجي ولي امين او د لوړو مهارتونو مسوول بشير ستانکزي د زمري په ١٤مه په دې اړه رسنيو ته معلومات ورکړل.

نوروز منګل وويل چې دغه معيارونه د ملي، الف، ١٩ کلنو، ايمرجنګ (تازه ځلېدونکې څېرې) او يو شمېر نورو لوبډلو لپاره په پام کې نيول شوي دي.

هغه زياته کړه، له دې وروسته به يواځې هغه لوبغاړي په ملي او نورو لوبډلو کې اخيستل کېږي چې پر ټاکلو معيارونو برابر وي.

منګل دا فغانستان تابعيت لرل، ښه فيټنس، روغتيا لرل، په کورنيو سياليو کې دوامداره ګډون او له ځانه وړتيا ښودل په یادو معيارونو کې شامل وبلل.

د هغه په وينا، دغه لوبغاړي بايد له وروستيو ١٠٠ کورنيو سياليو څخه په ٧٠ کې یې ګډون کړى وي او په بېلابېلو کلبونو کې يې په درېيو کالو کې ٣٠٠ ورځې تمرينات کړي دي.

د لوړو مهارتونو مسوول بشير ستانکزي وويل چې د افغانستان کرکـټ د پرمختګ پر لوري روان دی، خو پر وړاندې ځينې ننګونې هم لري.

د نوموړي په وينا، له دې ننګونو سره د مقابلې لپاره دوى ځيني اقدامات پیل کړي چې د لوبغاړو د ټاکلو لپاره نوي معيارونه په پام کې نيول شامل دي.

هغه د لوبغاړو د قراردادونو په اړه وويل، کوم لوبغاړي چې په شپږيزه، غازي امان الله خان او فرست کلاس سياليو کې ښه وځلېږي او له دې سياليو يې په دوو کې الف درجه ترلاسه کړي، هغه ته رسمي قرارداد ورکول کېږي.

د کرکټ د چارو کارپوه زبير بابکرخېل وايي چې تر اوسه پورې د کرکټ بورډ ډېرى مهال معيارونه په پام کې نه نيول او خپلوۍ به يې پاللې.

نوموړي د کرکټ بورډ د اوسنيو اقداماتو ستاينه کوي او هيله څرګندوي چې دغه اقدامات په حقيقي معنا په عمل کې ثابت کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.