ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ارزګان کې ١١٠ زره ماشومان د پوليو له واکسينه پاتې کېږي

ارزګان کې ١١٠ زره ماشومان د پوليو له واکسينه پاتې کېږي

author avatar
5 Aug 2018 - 17:41
ارزګان کې ١١٠ زره ماشومان د پوليو له واکسينه پاتې کېږي
author avatar
5 Aug 2018 - 17:41

ترينکوټ (پژواک، ۱۴ زمری ۹۷) : ځايي چارواکي وايي چې د طالبانو له خوا د اجازې نه ورکولو له امله په اروزګان ولايت کې ١١٠زره ماشومان د پوليو له واکسينه پاتې کېږي.

د ځايي چارواکو په وينا، په دغه ولايت کې د واکسین هره دوره کې باید نږدې ٢٠٠ زره ماشومان واکسين شي، خو دا ځل يواځې ٨٠ زره ماشومان واکسين کېږي.

د اروزګان د عامې روغتيا رييس ډاکټر خان اغا مياخېل د زمري په ١٤مه، په دغه ولايت کې د پوليو د مني موسم د واکسين کمپاين د درشل پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه کمپاين کې به ددې ولايت تر نيمايي کمې سيمې تر پوښښ لاندې راوستل شي.

هغه زياته کړه، چې وسله وال طالبان تر خپل واک لاندې سيمو کې کور په کور واکسین ته اجازه نه ورکوي او د طالبانو غوښتنه دا ده چې دا بايد په جوماتونو کې ترسره شي.

خو مياخېل وايي، د هغوى دا غوښتنه د روغتيا د نړيوال سازمان له خوا د منلو وړ نه ده.

د نوموړي په وينا، په دغه کمپاين کې به د دې ولايت ٨٠ زره ماشومان واکسين او ١١٠ زره نور به ترې بې برخې پاتې شي.

مياخېل وايي، د ولايت په مرکز ترینکوټ او یوشمېر ولسوالیو کې دا د واکسين دويمه دوره ده .

د هغه په وينا، دا کمپاين يواځې ددولت تر حاکميت لاندې سيمو کې پلى کېږي.

د اروزګان والي محمد شفيق سعيد ددې کمپاين د پيل پر مهال له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې رضاکارانو ته اجازه ورکړي، چې په ټولو سيمو کې دا کمپاين پلى کړي.

د يادونې ده چې سبا په ټول هېواد کې د ماشومانو د پوليو د مني موسم کمپاين پيلېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.