فراه(پژواک، ۱۴ زمرى ۹۷):ناپېژانده وسله والو تېره شپه د فراه د مرکزي احصايې مدير صفي الله ددغه ولايت په مرکز کې وواژه .
د فراه د ولايتي شورا غړي دادالله قانع ددغه مطلب په بيانولوسره پژواک اژانس ته وويل چې صفي الله هغه مهال د قلعه زمان سيمې د جومات په دروازه کې ووژل شو چې د ماخوستن د لمانځه له ادا کولو وروسته له جوماته راووت.
هغه وويل چې بريد کوونکي په تېښته بريالي شوي دي.
هغه امنيتي او کشفي ادارې تورنې کړې چې په تېره يوه مياشت کې په فراه کې ٣٣ کسان ترور شوي، خو تراوسه يې د يوه قاتل هم نه دى نيولى .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن