ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا په سرروضه کې پولیسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پکتیکا په سرروضه کې پولیسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
5 Aug 2018 - 15:09
د پکتیکا په سرروضه کې پولیسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
5 Aug 2018 - 15:09

ښرنه (پژواک، ١٤ زمرى ٩٧): د پکتيکا په سرروضې  ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې لس پوليس او يو شمېر طالبان وژل شوي دي.

د سرروضې امنيه قوماندان لومړي څارن نورخان د زمري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ پر سرحدي پوستې ډله ييز بريد وکړ.

هغه وايي چې په دغه بريد لس پوليس وژل شوي او يو پوليس طالبانو له ځان سره بيولى دى.

نورخان وايي چې په دې جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو کره شمېره يې تر اوسه نه ده په ډاګه شوې.

دغه راز د دغه ولايت د مټاخان ولسوالۍ يوې حکومتي سرچينې پژواک ته وويل چې تېره شپه د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې يو پوليس وژل شوى او د مټاخان ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون درې تنه نور ټپيان شوي دي.

د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالروف مسعود هم يادې جګړې تاييد کړې خو زياته یې کړه چې په دې جګړو کې يواځې پنځو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زياته کړه چې امنيتي ځواکونو د طالبانو بريدونه پر شا تمبولي چې په ترڅ کې يې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.