د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کارموندنې نړیوال دفتر: د بلخ او سمنګان ۵۰ زره کروندګر تر خپل پوښښ لاندې راولو

د کارموندنې نړیوال دفتر: د بلخ او سمنګان ۵۰ زره کروندګر تر خپل پوښښ لاندې راولو

Aug 05, 2018 - 17:45

مزارشريف (پژواک، ١٤ زمری ۹۷): د کارموندنې نړيوال دفتر مسوولين وايي، په راتلونکي ۲۰۱۹ زېږديز کال کې به د بلخ او سمنګان ۵۰ زره کروندګر تر خپل پوښښ لاندې ونيسي.

دوی وايي، موخه يې دا ده چې بزګر او کروندګر ته وښيي چې له عايداتي سرچينو سمه ګټه واخلي او عايدات يې ورسره زيات شي.

دغه څرګندونې د کارموندنې نړيوال دفتر يا (ILO) مسوولينو د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د ۲۰۱۹ کال د کاري پلان او روانو پروژو د ارزونې په اړه ‎‎جوړه شوې غونډه کې وکړې.

د کارموندنې نړيوال دفتر مشر منظور خالق له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې افغانستان د بېکارۍ له جدي ستونزې سره مخ دی او په دې برخه کې بايد لازمې او قانع کوونکې هڅې وشي.

هغه زياته کړه، دمګړۍ د افغانستان ۳۵ سلنه نفوس يا هم بېکاره دی او يا يې هم کار ډېر لږ دی.

نوموړي وويل: ((موږ غواړو په بلخ او سمنګان کې هغو خلکو سره مرسته وکړو، چې د کار په لټه کې دي. موږ اوس په دې کار کوو چې څه ډول کرنيزو محصولاتو ته بازار پيدا کړو او په ټوله کې هڅه کوو چې د کرنيزو محصولاتو ارزښت زيات کړو.))

د کارموندنې نړيوال دفتر مشر زياته کړه، په لومړي ګام کې دغه بنسټ غواړي په بلخ او سمنګان ولايتونو کې ۵۰ زره کروندګر او بزګر تر خپل پوښښ لاندې ونيسي.

هغه وايي، دغه دفتر غواړي د پنبې، انګورو، مرغدارۍ او لبنياتو د پروسس او توليد زياتوالي برخه کې له کروندګرو سره کار وکړي.

نوموړی زياتوي، دمګړۍ په پلان کې لري چې مرسته کېدونکو ۵۰زره کروندګرو ته د کار د زمينې پيدا کېدو تر څنګ له زراعتي محصولاتو څخه د هغوی د عايداتو کچه هم لوړه کړي.

هغه وويل چې په دغه پروګرام کې ښځې او نارينه تر پوښښ لاندې نيول کېږي.

په افغانستان کې د کارموندنې نړيوال دفتر مسوول زياته کړه چې له شمال وروسته به خپل پروګرامونه کابل، کندهار، ننګرهار او باميانو ولايتونو ته هم وغځوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کرنې وزارت د ترويج د برخې سلاکار ميرويس خوګياڼي پژواک ته وويل چې دمګړۍ په شمال زون کې د کروندګرو د ظرفيت لوړولو په موخه څو سترې پروژې د تطبيق په حال کې دي.

نوموړي زياته کړه چې د وروستيو وچکاليو له امله کروندګر ځپل شوي او کرنې وزارت هڅه کوي چې تر خپل وس پورې مرسته وکړي.

هغه د اوبو د کموالي مسئله د اندېښنې وړ وبلله او غوښتنه يې وکړه چې د اوبو په مصرف کې دې له احتياط څخه کار واخيستل شي.

خوګياڼي دا هم وويل چې کرنيزو محصولاتو ته د بازار موندنې برخه کې هم د کرنې وزارت هڅې روانې دي.

له دې سره يو شمېر کروندګر، زراعتي محصولاتو ته د بازار نشتوالي له امله شکايت کوي او په دې برخه کې له اړوندو ادارو څخه د مرستې غوښتنه کوي.

د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ کروندګر محمد ياسين وايي، د حاصل اخيستو وخت کې يې د زراعتي محصولاتو بيې دومره ټيتيږي، چې ان خپل مصارف هم نه شي پوره کولی.

هغه له حکومته غواړي چې د کروندګرو محصولات ترې په ښه بيه واخلي.

د افغانستان د خواريکښو او مزدورانو د سراسري اتحاديې مشر ډاکټر لياقت عادل د دغه اقدام هرکلى کوي، خو د کار له نړيوال سازمان څخه غواړي چې د خواريکښې طبقې لاسنيوى وکړي.

نوموړي پژواک ته وويل چې د کارګرانو اتحاديې د نړيوال سازمان ډېرو پاملرنو ته اړتيا لري او بايد د دوى په همکارۍ خلکو ته د کار زمينه برابره کړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement