د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

شنو خونو د سبو له درکه د کندهار ۴۰ سلنه اړتیا پوره کړې ده

شنو خونو د سبو له درکه د کندهار ۴۰ سلنه اړتیا پوره کړې ده

Aug 05, 2018 - 09:29

کندهار (پژواک ١٤ زمری ۹۷): په وروستیو دوو کلونو کې په کندهار کې سلګونه شنې خونې جوړې شوې چې د کار او روزګار تر څنګ خلکو ته د ګټې وټې ښه وسیله شوې او د سبزیجاتو شاوخوا ۴۰ سلنه اړتیا یې پوره کړې ده.

له شنو خونو ترلاسه کېدونکي سبزیجات نږدې ولایتونو او کله کله آن پاکستان ته هم وړل کېږي، په داسې حال کې چې پخوا به د اړتیا وړ سبزیجات له پاکستان او ایران څخه راوړل کېدل.

رحمت الله د ډنډ ولسوالۍ هغه کروندګر دی چې پر یونیم جریب ځمکه یې شنه خونه جوړه کړې او بادرنګ یې په کې کرلي دي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه شنه خونه یې د کارډ- اېف موسسې په مرسته جوړه کړې ده او د کال هر موسم په کې بېلابېل سابه بادرنګ، رومیان، دلمه مرچ او نور کري.

هغه زیاته کړه، د کرنې دغه عصري بڼه تر دودیزې هغې څو برابره ګټوره او اسانه ده؛ ځکه لږې ځمکې او لږو اوبو ته اړتیا لري.

دی وايي، هر ځل چې یې حاصل ورسېږي نو پنځه زره کیلوګرامه بادرنګ ورڅخه ترلاسه کوي چې له ۹۰ تل ۱۰۰زره افغانۍ جوړوي.

د ده په خبره، هر سهار خپل محصولات د زرنج په وسیله د کندهار ښار تر مارکېټ پورې رسوي چې له هغه ځایه بیا نورو ولایتونو اروزګان، زابل، غزني او کله کله چې ډېر وي ان پاکستان ته هم وړل کېږي.

نورمحمد د کندهار ښار په میرویس مېنه کې شنې خونې لري چې د بادرنګو تر څنګ یې په کې رومیان او شنه مرچ او نور کرلي دي.

دی هم وايي چې کروندګر له شنو خونو د ترلاسه شوو محصولاتو په وسیله په لږه خواري ډېره ګټه کوي؛ ځکه دغه توکي داسې مهال بازار ته وړاندې کېږي چې اړتیا ورته ډېره وي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، که حکومت او مرستندویې ادارې په دې برخه کې د کندهار په ټولو ولسوالیو کې له کروندګرو سره مرستې وکړي نو د کوکنارو ښه بدیل هم کېدای شي.

نورمحمد د بېلګې په ورکولو زیاته کړه: ((که یو کروندګر پر خپله ځمکه کوکنار وکري او له هغه ۶ منه ترلاسه کړي، ښايي درې لکه افغانۍ پرې جوړې کړي خو که یو کروندګر شنه خونه ولري، ښايي ټول کال ورڅخه له ۱۰ تر ۱۵ لکه افغانیو عاید ولري.))

د ده په خبره، د شنو خونو کښت که له یوې خوا د کروندګرو د عوایدو کچه لوړوي، له بلې خوا خلک په هر موسم کې تازه سبزیجاتو ته لاسرسی پیدا کوي.

دی وايي، شنې خونې په ډېر اسانه تخنیک جوړېږي چې المونیمي ستنې یا پانې لري، په پلاستیک پوښلي وي، هواکشونه لري او د پلاستیک نلونو له لارې اوبه ورکول کېږي.

نذیر داوري په کندهار کې د شنو خونو د ټولنې مسوول دی، دی وایي په دغه ولایت کې له ۵۰۰ څخه ډېرې شنې خونې جوړې شوې چې له نیمايي ډېرې یې د موسسو په مرسته او پاتې یې د خلکو په شخصي لګښت جوړې شوې دي.

هغه پژواک اژانس ته وویل، په شنو خونو کې کرل شوو سبزیجاتو تر ډېره حده د بهرنیو محصولاتو مخه ډپ کړې او اوس د خلکو اړتیا له دې لاره پوره کېږي.

دی وايي، په کندهار کې هر کال سلګونه ټنه سبریجات له همدې شنو خونو ترلاسه کېږي چې کال په کال لا پسې غوړېږي او د یوه فرهنګ بڼه غوره کوي.

د ده په خبره، دوه او درې کلونه مخکې په ځانګړې توګه د مني او ژمي په موسمونو کې د اړتیا وړ ډېر سبزیجات له ایران او پاکستان څخه راوړل کېدل چې هم یې بیه لوړه وه او هم یې کیفیت ښه نه وو، خو اوس دغه اړتیا په کور دننه تر ډېره پوره شوې ده او ان کله کله خو پاکستان ته هم صادرېږي.

داوري تېره د روژې میاشت یاده کړه چې د بادرنګو حاصلات د کندهار تر اړتیا ډېر شول او ډېره برخه یې پاکستان ته صادر شول.

د ده په خبره، په شنو خونو کې اصلاح شوي تخمونه کرل کېږي چې تر عادي هغو څو برابره ښه حاصلات ورکوي.

ده د بېلګې په توګه د مرچو بوټي یاد کړل چې له یو ځل کرل کېدو وروسته تر ۱۸ میاشتو حاصل ورکوي.

خو دی د ځینو ستونزو یادونه هم کوي او وايي، د کروندګرو ستونزه دا ده چې کیفیت لرونکي اصلاح شوي تخمونه، درمل او سره نه شي موندلای او ډېر مهال د دغو توکو د ټیټ کیفیت له امله د خلکو حاصلات زیانمن کېږي.

نوموړی له دولته غواړي چې په کور دننه د دغو توکو پر تولید پانګونه وکړي څو کروندګر په هره برخه کې پر خپل ځان بسیا شي.

کارډ اېف (د کرنې او کلیو پراختیا پروګرام) هغه موسسه ده چې په کندهار کې یې تر دې مهاله کروندګرو ته تر ۲۰۰ ډېرې شنې خونې جوړې کړې دي.

په کندهار کې د دغه پروګرام مسوول محمد یعقوب سلیمان وايي، کارډ-اېف په کندهار کې له ۲۰۱۵ راهیسې فعالیت پیل کړی او د دغه ولایت په ډنډ، دامان او ارغنداب ولسوالیو کې یې له ۲۰۰ ډېرې شنې خونې جوړې کړي دي.

دی زیاتوي، دغو شنو خونو هومره ښې پایلې لرلې چې هر کال له همدغو شنو خونو په کلنۍ کچه ۶۰۰ ټنه سبزي بازار ته وړاندې کېږي چې هم یې خلکو ته کار او روزګار موندلی او هم د هغوی لپاره د ګټې وټې ښه وسیله ده.

نوموړي وویل، په تېرو کلونو کې د اړتیا وړ ډېر سبزیجات له ګاونډیو هېوادونو راوړل کېدل خو د شنو خونو په جوړېدو یې مخنیوی شوی او دغه چاره ورځ تر بلې پسې غوړېږي.

د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي وايي، په دغه ولایت کې جوړو شوو شنو خونو د بېلابېلو سبزیجاتو په بخره کې ٤٠ سلنه د خلکو اړتياوې پوره کړې دي چې ډېر مهال دغه سبزيجات پاکستان ته هم صادرېږي.

دی زیاتوي، د شنو خونو د ډېروالي له امله له ګاونډیو هېوادونو د کرنیزو توکو د راوړل کېدو کچه ټيټه شوې ده.

د ده په خبره، په کندهار کې اې ډي اې، کارډ-اېف، کې اېف زیډ هغه موسسې دي چې د کرنې د ریاست تر څنګ یې له خصوصي سکتور سره یو ځای خلکو ته شنې خونې جوړې کړې دي.

دی وايي، د کرنې ریاست تل هڅه کړې چې عصري کرنه دود شي او د ښو حاصلاتو ترلاسه کولو په موخه خلکو ته لارښوونه وشي او لازمې مشورې ورکړای شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement