ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې به ۸۰۰۰ نورې کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شي

ننګرهار کې به ۸۰۰۰ نورې کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شي

author avatar
5 Aug 2018 - 17:50
ننګرهار کې به ۸۰۰۰ نورې کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شي
author avatar
5 Aug 2018 - 17:50

جلال اباد (پژواک، ١٤ زمری ۹۷): د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار او د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کي دبرېښنا عمومي شرکت له لوري د پنځوس ميليونه افغانیو په لګښت د ۱۴ پايو ترانسپرمرونو د نصب لړۍ پيل او اته زره کورنیو ته يې د برېښنا ورکړې زمينه برابره کړه.

د برېښنا نصب شوي دغه ترانسپرمرونه د زمري په ۱۳مه د سره رود ولسوالۍ کې د نیول شوو مراسمو پر مهال د ننګرهار والي او يو شمېر مسوولينو له لوري پرانیستل شول.

د ننګرهار برېښنا شرکت ریيس اکرام الله عابد وویل چې  د پنځوس ميليونه افغانیو په مالي لګښت يې د جلال اباد ښار اوومې ناحيې او د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کي د څوارلس ترانسپرمرونو د نصبولو عملي لړۍ پیل کړه.

د نوموړي د معلوماتو له مخې د دغو ټرانسپرمرونو په نصبېدو سره به په یادو سیمو کې اته زره کورنۍ د برېښنا له نعمت څخه برخمنې شي.

هغه زیاته کړه چې اوسمهال يې د څلور سوه کیلوولټه په ظرفیت د برېښنا ټرانسپرمر فعال کړ چې په یادو سیمو کي به پنځه سوه کورنیو ته برېښنا فعاله شي.

د برېښنا د رييس په وینا، په نږدې راتلونکي کې به د برېښنا دوه نورې لويې پروژې هم ګټې اخيستنې ته وسپاري چې په ترڅ کې به يي درې زره نورو کورنیو ته هم برېښنا ورکړل شي .

ننګرهار والي حیات الله حیات خوښي وښوده چې ولسواليو ته يې د لومړي سفر په ترڅ کې د برېښنا پروژې پرانیسته وکړه .

نوموړي زیاته کړه، ولسمشر ورسره ژمنه کړې چې د ننګرهار د برېښنا ظرفیت به له اویا میګاواټه څخه درې سوه میګاواټه ته پورته کړي چې د ننګرهار مرکز او ګڼ شمېر ولسوالیو اوسېدونکو ته برېښنا ورکړل شي.

نوموړي وويل چې د ننګرهار په مربوطاتو کي د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په بشپړېدو سره به هم په اړوند سیمو کي ګڼ شمېر خلکو ته برېښنا ورسېږي.

د سره رورد ولسوالۍ قومي مشر ملک الله نظر غوښتنه وکړه، له ژمنو سره سم دې ټولو ټاکل شوو سیمو اوسېدونکو ته هم برېښنا ورکړل شي.

دی وايي، ولايتي ادارې ژمنه کړې، هغو سيمو ته به برېښنا ورکړي چې له نغلو څخه جلال اباد ته انتقال شوې برېښنا لينونه پرې راتېر شوي چې په ننګرهار کې دغه لينونه ټول د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې دي.

که څه هم په دې وروستيو کې د برېښنا د ستونزې د حل لپاره په ولايتي کچه هلې ځلې پيل شوې، خو د دغه ولايت اوسېدونکي غوښتنه کوي چې يادې ستونزې ته دې یې په مرکزي کچه توجه وشي او دلته دې د خپلې توليدي برېښنا زمينه برابره شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.