ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ګرمسېر کې چاودنې څلور کسان وژلي او لس نور يې ټپيان کړي

په ګرمسېر کې چاودنې څلور کسان وژلي او لس نور يې ټپيان کړي

author avatar
5 Aug 2018 - 18:54
په ګرمسېر کې چاودنې څلور کسان وژلي او لس نور يې ټپيان کړي
author avatar
5 Aug 2018 - 18:54

لښکرګاه (پژواک، ۱۴ زمری ۹۷): د هلمند چارواکي وايي، په ګرمسېر ولسوالۍ کې چاودنې د يوې کورنۍ څلور غړي وژلي او لس نور يې ټپيان کړي دي.

د ګرمسېر ولسوال سراج الدين سرحدي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن تر غرمې وروسته د حاجي شراف الدين کلي کې په يوه کور کې شوې چې د دولت له کنټروله وتلې سیمه ده.

ده زياته کړه، په دې اړه پلټنې روانې دي، خو د سیمې د خلکو له قوله وايي چې د دغې کورنۍ يوه غړي زړې وسپنې پېرودلې وې، چې په ترڅ کې يې يوه ناچاودېدلې د توپ مرمۍ هم راوړې وه، هغې چاودنه کړې چې له امله يې څلور نارينه ځای پر ځای وژل شوي او ۱۰ تنه نور چې ښځې او ماشومان دي، ټپيان شوي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک هم پېښه تاييدوي او وايي چې هلته له چادونې خبر شوي، خو په جزئياتو يې لا پوره نه دي خبر.

خو يوه حکومتي سرچينه د نوم نه اخيستو په شرط وايي، پېښه په ياد کور کې د ماين جوړېدو پرمهال شوې، چې جوړېدونکي کسان يې وژل شوي او د کورنۍ پاتې کسان يې ټپيان شوي دي.

په لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون روغتيايي کارکوونکي وايي چې دوی ته له دې پېښې اته کسان راوړل شوي، چې ښځې او ماشومان په کې شامل دي.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.