ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د پوهنې مسلکي کېدو لپاره هڅې ګړندۍ شوې

خوست کې د پوهنې مسلکي کېدو لپاره هڅې ګړندۍ شوې

author avatar
6 Aug 2018 - 10:13
خوست کې د پوهنې مسلکي کېدو لپاره هڅې ګړندۍ شوې
author avatar
6 Aug 2018 - 10:13

خوست ښار (پژواک، ۱۵ زمری ۹۷): د خوست د پوهنې رياست چارواکي وايي چې د پوهنې د کيفيت د ښه کېدو لپاره يې هڅې ګړندۍ کړې دي.

هغوی د ښوونځيو لپاره د سرپناه نشتوالی، د مرکز تر څنګ په لرو پرتو سيمو کې په کافي اندازه د مسلکي او تجربه لرونکو ښوونکو نه شتون او همدا ډول د کتابونو کموالی هغه عمده ټکي بولي چې د پوهنې بهير يې ټکنی کړی دی.

د رسمي شمېرو له مخې، دا مهال په ټول خوست کې ۳۵۰ ښوونځي د نجونو او هلکانو پر مخ خلاص دي چې له دې ډلې ۲۰۴ یې ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې د ونو تر سيورو لاندې زده کړې کوي.

په همدې حال کې هغه ۲۵۴ مسلکي ښوونکي چې څه موده مخکې د پوهنې رياست له لوري په اخيستل شوې ازموينه کې بريالي شوي، د يوې غونډې په ترڅ کې اړوند ښوونځيو ته معرفي شول.

د خوست د پوهنې رييس نصيراحمد روښان يادې غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل چې د دغو ښوونکو په استخدام سره به د پوهنې په کيفيت کې د پام وړ بدلون راشي.

هغه زياتوي: ((د پوهنې د وضعيت ښه کېدل د يوې ورځې د يوه کال موضوع نه ده، دا يوه اوږدمهال پروسه ده او زه پر دې باوري يم چې زموږ پرله پسې هڅې کولی شي چې په دې برخه موثرې تمامې شي.))

نصيراحمد روښان زياتوي چې د را روان ۱۳۹۸ لمريز کال لپاره پلان لري چې د پوهنې د کيفيت ښه کيدو په موخه تر زرو پورې نوي مسلکي ښوونکي استخدام کړي او پر دندو يې وګوماري.

په ورته وخت کې د خوست والي حکم خان حبيبي دغې غونډې ته وويل که څه هم د پوهنې د کيفيت ټيتوالی هېواد شموله مسئله ده، خو دوی په دې برخه کې تر خپله وسه کار کړی او خپلې هڅې يې نه دي سپمولې.

هغه د قبايلو لېسه، د نا امنو سيمو زده کوونکو د ليليي لپاره د يوې ودانۍ د بنسټ ډبره اېښودل او جوړېدل یې او همدا ډول د يوه کمپلېکس په ډول د يوې نمونوي لېسي جوړېدل هغه څه بولي چې په تېر يو کال کې د پوهنې په برخه کې ترسره شوي دي.

حبيبي وايي: ((تر ټولو سکتورونو وړاندې مو د معارف په برخه کې هلې ځلې کړې دي. دا چې دا ستونزې د ولايتي ادارې له صلاحيت څخه لوړې دي، معنا يې دا نه ده چې خدای مه کړه دلته معارف ته پاملرنه نه کيږي.))

د دې تر څنګ هغه مسلکي ښوونکي چې نوي استخدام شوي، وايي د دې لپاره چې زده کوونکو ته خپله پوهه په ښه ډول انتقال کړای شي، له اړوند مسوولو چارواکو غواړي چې دوی ته لنډمهال روزنيز ورکشاپونه جوړ کړي.

د احمد مرتضی په نوم يوه ښوونکي پژواک خبرى اژانس ته وويل: ((انشاالله نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوم او هغه څه چې ما ته را پر غاړه دي، زه به يې د خپل وجدان له مخې سرته رسوم.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.