ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې کاندیدانو له نوملړه د نومونو لرې کولو په اړه وضاحت وغوښتل شو

د ولسي جرګې کاندیدانو له نوملړه د نومونو لرې کولو په اړه وضاحت وغوښتل شو

author avatar
6 Aug 2018 - 18:31
د ولسي جرګې کاندیدانو له نوملړه د نومونو لرې کولو په اړه وضاحت وغوښتل شو
author avatar
6 Aug 2018 - 18:31

کابل (پژواک، ١٥ زمری ٩٧): د ولسي جرګې یو شمېر کاندیدان او مدني فعالان د دغې جرګې د کاندیدانو له نوملړ څخه د نومونو پر لرې کولو سخته نیوکه کوي او په دې اړه یې د وضاحت غوښتنه وکړه.

د کاندید په توګه د ناقانونه وسله والو ډلو د غړو یا مشرانو د ارزونې ځانګړي کمېسیون له جزيیاتو پرته ویلي چې د ولسي جرګې د ۲۸ مې ټاکنو لپاره د کاندیدانو له نوملړ څخه د ۲۵ کسانو نومونه لرې شوي؛ خو د استېناف غوښتنې حق یې خوندي دی.

کمېسیون د یادو کسانو نومونه نه دي په ډاګه کړي؛ خو د ولسي جرګې غړي الله ګل مجاهد، شېرعلي احمدزی، فوزیه کوفي او د دغې جرګې لپاره احتمالي نوماندانو نوراحمد سکندري او یوسف امین ځاځي په نیوکې سره وویل، له نوملړ څخه د لرې شوو کسانو په ډله کې د دوی نومونه شامل دي. دغو پنځه کسانو د ځان په اړه د کمېسیون دغه پرېکړه ناسمه او سیاسي بللې ده.

د زمري په ۱۳ مه د مجاهد او احمدزي سلګونه پلویانو په کابل کې په جوړه شوې غونډه کې له حکومته غوښتي و چې د ولسي جرګې د کاندیدانو له نوملړ څخه د مجاهد او احمدزي د نومونو په لرې کولو دې بیا غور وکړي.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي الله ګل مجاهد او په دغه جرګه کې د کوچیانو استازي شېر علي احمدزي نن بیا په ګډه خبري ناسته کې وویل چې کمېسیون له جزيیاتو پرته د ولسي جرګې د کاندیدانو له نوملړه د دوی نومونه پاک کړي دي.

مجاهد وویل: ((موږ ته وضاحت نه دی راکړل شوی، دا قضیه سیاسي شوې او د حکومت له لوري ورته امر شوی چې زما نوم له یاد نوملړ څخه لرې کړي.))

نوموړی وايي، د استېناف غوښتنه یې کړې او که کمېسیون مثبت ځواب ورنه کړي خپل حق به د مدني حرکتونو له لارې ترلاسه کړي.

نوموړي زیاته کړه: (( حق غوښتل کېږي، حق ورکول کېږي نه، موږ ته یې وضاحت نه دی راکړی، خلک به په دې اړه تصمیم ونیسي.))

د لوګر د خلکو استازي شېرعلي احمدزی چې ولسمشر هم د یاد ولایت اصلي اوسېدونکی دی وویل، نوم يې ځکه له لېست څخه پاک شوی چې ولسمشر غني غواړي خلکو ته وښيي چې د کاکا د زوی نوم یې له لېست څخه په لرې شوو کسانو کې شامل دی.

هغه د ځانګړي کمېسیون دغه کار د نه منلو وړ وباله او زیاته یې کړه چې تر اوسه د ناقانونه وسله والو د شتون په اړه نوموړي ته د کمېسیون له لوري هېڅ اسناد او شواهد نه دي ورکړل شوي.

دده په خبره، د هغو کسانو نومونه چې په سلګونه میله وسله لري او په کابل ښار کې ګرځي راګرځي له نوملړ څخه نه دي لرې شوي.

نوموړي هم ګواښ وکړ او ويې ويل  : ((که موږ ته وضاحت رانه کړل شي موږ به له دغه کمېسیون سره د مخالفت له امله په ۳۴ ولایتونو کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دفترونه وتړو او حتی د ټاکنو مخه نیسو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.