ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د پنځو ولسواليو ماشومان د پولیو له واکسینه بې برخې دي

د کندهار د پنځو ولسواليو ماشومان د پولیو له واکسینه بې برخې دي

author avatar
6 Aug 2018 - 15:54
د کندهار د پنځو ولسواليو ماشومان د پولیو له واکسینه بې برخې دي
author avatar
6 Aug 2018 - 15:54

کندهار (پژواک، ۱۵ زمری ۹۷): په کندهار کې د ماشومانو د ګوزڼ د مخنیوي په موخه د واکسین درې ورځنی کمپاین  په داسې حال کې پيل شو چې د دغه ولایت پنځه ولسوالۍ یې له پوښښ څخه پاتې دي.

د همدې او یو شمېر نورو ستونزو له امله سږ کال په دغه ولایت کې د ماشومانو د ګوزڼ پېښو شمېر پنځو ته لوړ شوی دی.

شاولیکوټ، خاکرېز، غورک، میانشین او معروف هغه ولسوالۍ دي چې د بېلابېلو ستونزو له امله په کې د پولیو واکسین نه ترسره کېږي.

د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکتر عبدالقیوم پخلا د پولیو واکسین د درې ورځني کمپاین د پیل پر مهال پژواک خبري اژانس ته وویل، د درېیو ورځو په موده کې به د دغه ولایت له پنځو کلونو د کم عمر ۵۶۷زره ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړل شي.

هغه زیاته کړه، دغه ځل به د پولیو د واکسین تر څنګ ماشومانو ته د ویټامین اې کپسولونه هم ورکړل شي چې د تنفسي ناروغیو مخنیوی کوي.

خو هغه خبر ورکړ چې د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د ځینو ستونزو له امله شاوخوا ۱۰۸ زره ماشومان د پولیو له واکسین څخه بې برخې پاتې کېږي.

په دې اړه د کندهار د عامې روغتیا ریاست اړوند د کتلوي معافیت مسوول ډاکتر عبدالشکور نصرت پژواک خبري اژانس ته وویل، د کندهار په پنځو ولسوالیو شاولیکوټ، خاکرېز، غورک، میانشین او معروف کې وسله والو طالبانو د پولیو واکسین پر وړاندې خنډونه جوړوي.

هغه زیاته کړه، وسله وال طالبان غوښتنه کوي چې په دغو ولسوالیو کې دې د پولیو واکسین جومات په جومات ترسره شي خو د دوی پالیسي دا ده چې د واکسین کمپاین باید کور په کور ترسره شي.

د ده په خبره، په ډېرو سیمو کې چې ان کور په کور د واکسیناسیون پروګرام پلی کېږي نو هم ماشومان له واکسین څخه پاتې کېږي، که جومات په جومات ترسره شي نو ډېر شمېر ماشومان به له واکسینه بې برخې شي.

دغه راز یو شمېر سرچینې دا هم وايي چې په یو شمېر ولسوالیو کې وسله والو مخالفینو ځکه د پولیو پر واکسین بندیز لګولی چې د دوی په وینا، له دولت سره تړلي کسان په کې د واکسيناتورانو په توګه ګومارل شوي او له سیمو د دوی په اړه معلومات ټولوي.

 

خو دی وايي، د دې ستونزې د حل په موخه د قومي مخورو او دیني عالمانو په مرسته په وار وار د وسله والو طالبانو له ځايي مشرانو سره خبرې شوې څو هغوی ته قناعت ورکړل شي خو تر اوسه یې کومه پایله نه ده لرلې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.