ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر : د کورنیو چارو وزارت ټول قراردادونه دې وارزول شي

ولسمشر : د کورنیو چارو وزارت ټول قراردادونه دې وارزول شي

author avatar
6 Aug 2018 - 18:00
ولسمشر : د کورنیو چارو وزارت ټول قراردادونه دې وارزول شي
author avatar
6 Aug 2018 - 18:00

کابل (پژواک، ١٥ زمرى ٩٧) : ولسمشر اشرف غني د ملي تدارکاتو کمېسيون په غونډه کې د کورنيو چارو وزارت د ټولو قراردادونو د ارزولو امر کړى دى.

له ارګ څخه د زمري په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ياده غونډه د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ جوړه شوه، چې په کې د ولسي جرګې د مالي او بوديجې او ملي اقتصاد کمېسیونونو، د افغانستان د روڼتيا څار بنسټ، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د څارنې ځانګړي استازي (سیګار) او د غوڅ ملاتړ سیستیکا ملي او بین المللي څارونکو هم حضورد رلود.

سرچينې زياته کړې، په دې غونډه کې ۱۶ تدارکاتي مورده وارزول شول چې په پایله کې یې د ۲،۱ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۰ نویو پروژ و د قراردادونو د ورکړې غوښتنه چې لاندې موارد په کې شامل دي منظور شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي، د هېواد د ۱۱ ولایتونو ټاکلو زېرمو او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د مرکزي سیلو زېرمو ته د تورخم بندر له لارې د ۴۰ زره متریک ټنه غنمو د لېږد پروژې قرارداد؛

د فواید عامې وزارت اړوند له هجرت کلي څخه تر جلال ابادښار پورې د ۱۲،۵۰۹ کیلومتر  سړک دپروژې قرارداد؛

د فواید عامې وزارت اړوند د شورابک -سپین بولدک سړک جوړولو د دویمې برخې قرارداد؛

د کابل ښاروالۍ اړوند د ۳۰ متر پلن او د ۲،۷۶۰ کیلومتر اوږد د بډولې سړک د جوړولو قرارداد؛

د کورنیو چارو وزارت اړوند د چوکاټي قرارداد په اساس د ۲۰۲ شمشاد زون اړوند د ولایتونو د امنیه قوماندانیو او قرارګاوو د اړتیا وړ دوه قلمه (پسه او غويي) غوښې د تدارک قرارداد؛

د پوهنې وزارت اړوند د هېواد د مرکز او ولایتونو د لیلیو د ۱۵ قلمه اعاشوي توکو تهیه او تدارک؛

سرچينې ويلي، سربېره پر دې د کجکي برېښنا بند دویم فاز د جوړولو قرارداد د تعدیلي طرحې وړاندېز چې د عامه او خصوصي مشارکت له ډلې څخه دی، ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، د کورنیو چارو وزارت د اړتیا وړ دوه قلمه غوښې د تدارک قرارداد د ارزولو پر مهال ولسمشر غني ټینګار وکړ  چې  د کورنیو چارو وزارت ټول قراردادونه دې وارزول شي او د ټولو قراردادونو فهرست دې له مشخصو ادرسونو سره یوځای د جمهوري ریاست عالي مقام سره شریک شي.

هغه زیاته کړه، والیان او امنیه قوماندانان دې قراردادونه او قراردادیان وڅاري، سربېره پر دې امنیتي ځواکونو ته لارښوونه وشوه چې د سروې د موندنو پر بنسټ  سرغړونکو قراردادیانو سره قانوني چلند وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.