ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د افغان سولې لپاره بايد د ښکېلو خواوو تر منځ د باور فضا رامنځته شي”

“د افغان سولې لپاره بايد د ښکېلو خواوو تر منځ د باور فضا رامنځته شي”

author avatar
6 Aug 2018 - 17:23
“د افغان سولې لپاره بايد د ښکېلو خواوو تر منځ د باور فضا رامنځته شي”
author avatar
6 Aug 2018 - 17:23

کابل (پژواک، ١٥ زمرى ٩٧): په افغانستان کې د اسلامي هېوادونو سازمان سفير وايي چې د افغان سولې لپاره تر ټولو مهمه د ښکېلو خواوو تر منځ د باور فضا رامنځته کول دي.

د اسلامي کنفرانس سفير حسين اوني بوتسالي دغه څرګنذونې د زمري په ١٥مه په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

نوموړى چې د ترکيې اوسېدونکى دى، له دې مخکې په افغانستان کې د ترکيې مرستيال سفير، د ناټو د ملکي سفير مرستيال، په عراق، مصر او ملګرو ملتونو کې د ترکيې د سفير په توګه دندې ترسره کړې دي.

بوتسالي په دې وروستيو کې په افغانستان کې د اسلامي هېوادونو سازمان د سفير په توګه دنده پيل کړې ده.

نوموړي په دې خبري غونډه کې د افغانستان د څلورو لسيزو جګړو، نا امنيو، شخړو او ستونزو ته اشارې وکړې او وې ويل چې نور بايد د افغانانو دا بدې ورځې پاى ته ورسېږي او سوله رامنځته شي.

د اسلامي هېوادونو سازمان سفير د افغان سولې په اړه وويل چې تېره مياشت په مکه مکرمه کې د نړۍ ديني عالمانو په يوه خوله د افغانانو په مالکيت او مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ وکړ او جګړه يې ناروا وبلله.

د هغه په وينا، د اسلامي سازمان ٥٧ غړو هېوادونو او ټوله اسلامي نړۍ د مکې د اعلاميې ملاتړ او په افغانستان کې پر سولې ټينګار وکړ.

بوتسالي وايي چې د لومړي ځل لپاره د افغان سولې په اړه د سعودي د حکومت په کوربه توب او د اسلامي کنفرانس د سازمان تر سيوري لاندې جوړ شوى کنفرانس ډېر ارښت درلود او ټولې اسلامي نړۍ په يوه خوله پر افغانانو د سولې غږ وکړ.

نوموړي زياته کړه چې د افغانانو تر منځ د باور فضا کمرنګه دى، لومړى بايد د افغانانو تر منځ بيا د افغانستان د ګاونډيو او وروسته له ټولې نړۍ سره د باور فضا رامنځته شي.

هغه وايي چې اسلامي کنفرانس نوى د افغانستان د سولې له بهير سره لاس يو کړى، خو په زور پر چا خپله خبر نه مني، نه يې ديکتې کوي.

نوموړي وويل چې سوله وخت ته اړتيا لري او اسلامي کنفرانس به په دې برخه کې هر ډول اسانتيا رامنځته کولو او مرستې  کولو ته چمتو دى.

ده زياته کړه: ((له نورو هېوادونو او سازمانونو سره د افغان سولې لپاره مسابقه نه کوو، موږ يواځې د خپلې برخې همکاري کوو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.