غزني ښار (پژواک، ١٥ زمرى ٩٧): د غزني په اندړو او قره باغ ولسواليو کې د پرله پسې جګړو له امله سلګونه کورنۍ نورو سيمو ته بېځايه شوې چې مرستو ته اړتيا لري.
له شاوخوا درېیو مياشتو راهيسې په دوامداره توګه په يادو ولسواليو کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې روانې دي.
د اړوندې موضوع په اړه د غزني د اندړو ولسوالۍ د جمال خېلو سيمې اوسېدونکي عبداللطيف د زمري په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ له ميري، چهاردېوال، سردار کلا، صاحب خان کلا، چنار، عبدالله ګل، عبدالرحيم خېلو او جمال خېلو سيمو څخه سلګونه کورنۍ د جګړو له امله بېځايه شوې دي.
نوموړی وايي: ((موږ هم دلته د غزني ښار ته خپلوانو کره راغلي يو، هر څه رانه په کلي کې پاتې دي، اوس مرستو ته سخت ضرورت لرو.))
دغه راز د اندړو د ميري سيمې اوسېدونکي محمد سالم پژواک ته وويل چې له تېرې روژې مياشتې مخکې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه پيل شوې او تر اوسه ادامه لري.
ده وويل چې د همدې جګړو له امله د غزني- پکتيکا لويه لار هم د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
هغه زياته کړه: ((طالبان ولسوالۍ ته نږدې پراته دي، په هفته کې څلور پنځه شپې حتمن جنګ کېږي.))
همدارنګه د قره باغ اوسېدونکي رحمت الله هم پژواک ته وويل چې له تېرو دوو اونيو راهيسې په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده.
ده وويل: ((هره شپه جنګ وي، تېره اوونۍ د شېرمحمد په کور د هاوان مرمۍ ولګېده، خپله په کې مړ شو، د کور ١١ نفره يې زخميان شول.))
د هغه په وينا، د همدې جګړو له امله د قره باغ اوسېدونکي نورو سيمو ته کډه شوي دي.
د قره باغ بل اوسېدونکي نعيم الله پژواک ته وويل چې د همدې جګړو له امله له تېرو څو ورځو راهيسې د ولسوالۍ بازار هم تړل شوى دى.
ده د قره باغ ولسوالۍ د امنيت پر ټينګښت ټينګار وکړ او ويې ويل: ((که د دې ولسوالۍ له بېځايه شوو کورنيو سره کومک ونه شي، خپل ماشومان به له لاسه ورکړي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن