ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر ازره ولسوالۍ دسقوط له جدي ګواښ سره مخ ده

د لوګر ازره ولسوالۍ دسقوط له جدي ګواښ سره مخ ده

author avatar
6 Aug 2018 - 12:21
د لوګر ازره ولسوالۍ دسقوط له جدي ګواښ سره مخ ده
author avatar
6 Aug 2018 - 12:21

پل علم (پژواک، ١٥ زمری ۹۷):وسله والو طالبانو د لوګر د ازرې ولسوالۍ ټولې لويې لارې بندې کړې او د دې ولسوالۍ د نیولو هڅه کوي.

دغه څرګندونې د ازرې ولسوال حميدالله حميد د زمري په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.

هغه وويل چې د يو شمېر نورو سيمو تر څنګ له ننګرهار او پکتيا څخه طالبان دې ولسوالۍ ته ورغلي او له تېرو درېيو ورځو راهيسې یې ټولې لويې لارې تړلې دي.

هغه زياته کړه: ((طالبانو د دې ولسوالۍ د نيولو هوډ کړى، هر څه يې پر موږ بند کړي دي، موږ د محاصرې په حال کې يو، پر ځينو پوستو یې بريدونه پيل کړي چې افغان ځواکونه يې پر وړاندې کلک مقاومت کوي.))

ولسوال وايي، له کومې ورځې چې طالبانو لارې بندې کړې دي،د دې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د خوراکي او نورو توکو بيې هم لوړې شوې دي.

هغه په دې اړه نور جزئيات وړاندې نه کړل.

دغه راز په دې اړه د لوګر د ولايتي شورا غړي او د ازرې اوسېدونکي عبدالولي وکيل پژواک ته وويل چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې طالبانو د ازرې ولسوالۍ لويې لارې تړلې دي او د نيولو هلې ځلې يې کوي.

ده زياته کړه چې ازره د طالبانو لپاره ډېره مهمه ولسوالۍ ده، حکومت بايد د دې ولسوالۍ د سقوط مخه ونيسي.

خو د لوګر د والي وياند شمشاد لاروى بيا وايي چې په ازره کې ستونزې شته او طالبان نه شي کولاى دغه ولسوالۍ ونيسي.

هغه وايي: ((هلته زموږ کافي ځواکونه، وسلې او مهمات شته او د اړتیا په صورت کې به له ولایت څخه ورته هوایي مرسته هم ترسره شي، نو طالبان څه خاص نه شي کولاى.))

بل لورته طالبان هم دغه موضوع تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهدپژواک ته وويل چې طالبانو د ازرې ولسوالۍ ټولې لارې د حکومتي کسانو پرمخ تړلې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.