ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار ديني عالمانو او خلکو له حکومت او طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه

د ننګرهار ديني عالمانو او خلکو له حکومت او طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه

author avatar
6 Aug 2018 - 17:11
د ننګرهار ديني عالمانو او خلکو له حکومت او طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه
author avatar
6 Aug 2018 - 17:11

جلال اباد (پژواک، ١٥ زمری ۹۷):  په ننګرهار کې د سولې د ملاتړ په موخه جوړه شوې ولسي غونډه کې له افغان حکومت او وسله والو طالبانو د اروبند غوښتنه وشوه.

په دې غونډه کې راټول شوو خلکو او دیني عالمانو دغه راز ټينګار وکړ چې افغان حکومت دې په دغه اوربند کې له طالبانو سره د سولې په تړاو د خبرو اترو زمينه برابره کړي او دغه راز يې طالبان هم وهڅول چې نور له جګړو لاس واخلي.

د غونډې ګډونوالو دا هم وويل چې د اوربند پر مهال دې، دې ته هم زمينه برابره شي څو هغو سيمو ته د مرستو لېږد زمينه برابره شي چې تر اوسه ورته د نا امنيو له امله مرستندويه ټولنې نه دي ورغلې او خلک يې په مشکلاتو کې دي.

دوی د زمري په ۱۴مه د دغه ولايت د غونډو په تالار کې راټول شوي وو او دغه راز يې په کابل کې د سولې په تړاو د علماوو له فتوا، د اسلامي هېوادونو د کنفرانس له پرېکړې او د سولې د بې قيد او شرط خبرو اترو په تړاو د ولسمشر محمد اشرف غني له وړانديزه هم ملاتړ وکړ.

ديني عالم مولوي حبيب الله جلال ابادي وويل چې هېواد کې روانه جګړه بې موخې ده، هېڅ مشروعيت نه لري او يوازې د افغان وژنې سبب ګرځېدلې ده.

هغه غوښتنه وکړه چې تر راتلونکي لوی اختره دې حکومت او طالبان دوه اړخيز اوربند یو ځل بيا تازه کړي او دغه ځل دې د سولې د خبرو اترو زمينه هم برابره کړي.

په غونډه کې قومي مشر معلم عبدالعلي خان وويل، طالبان دې په هطواد کې د ثبات رامنځته کېدو لپاره د سولې د مستقيمو خبرو اترو لړۍ پيل کړي.

هغه دا هم وغوښتل چې دواړه لوري دي د دايمي اوربند لپاره هم زمينه برابره کړي او دا شان دې په دغه وخت کې د سولې د خبرو اترو ته هم زمينه برابره کړي.

دی وايي، په دې موده کې دې افغان حکومت او طالبان دې ته هم زمينه سازي وکړي، څو هغو سيمو ته د مرستو رسېدو زمينه برابره شي چې تر اوسه د نا امنيو له امله ورته مرستې نه دې رسېدلې.

د ننګرهار د ښځو چارو رييسې سلسلې رښتيانۍ د ښځو په استازۍ له وسله والو طالبان، افغان حکومت او جګړه کې پر ټولو ښکېلو غاړو باندې د سولې غږ وکړ.

هغې زياته کړه: ((د ننګرهار ټولې پتمنې ښځې تاسو ته د سولې په خاطر خپلې د حيا، ابرو او عزت څخه ډک پلو غوړوي. هيله ده زموږ غږ د زړه په غږونو واورئ، سولې ته مخه کړئ او له جګړو لاس واخلئ.))

په دې غونډه کې د ننګرهار د سولې ولايتي کمېټې مشر حاجي ملک نظر وويل چې سوله د ټول افغان ملت غوښتنه ده او په دغه برخه کې ټول ولسونه هر راز قربانۍ ته تيار دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.