جلال اباد (پژواک، ۱٥ زمری ۹۷): د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وايي چې په دغه ولايت کې لا هم د نا امنيو او په سيمه کې د وسله والو د شتون له امله ۲۳زره ماشومان د پولیو له واکسينه بې برخې پاتې کېږي.
بلخوا د دغه ولايت والي وايي چې د پوليو پر وړاندې د خنډونو کمولو هلې ځلې يې پيل کړې دی څو د قومي مشرانو د منځګړتوب او هم د امنيتي ځواکونو د فعاليت له لارې دغه ستونزه حل کړي.
د زمري په ۱٥مه د ننګرهار ولايت مقام کې د پوليو واکسين د درې ورځني کمپاين پرانيسته وشوه چې تر درېيو ورځو به دوام وکړي.
د عامې روغتيا رييس ډاکتر نجيب الله کامه وال د دغه کمپاين د پرانيستې پر مهال وويل، په دغه کمپاين کې به په ټول ننګرهار کې ۷ سوه زره او ۶۶زره تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان د پوليو پر وړاندې واکسين شي.
دی زياتوي، لا هم په ځينو لرو پرتو سيمو کې د پوليو واکسين پر وړاندې امنيتي خنډونه موجود دي چې له امله يې په پنځو ولسواليو کې ۲۳زره ماشومان له دغه واکسينه بې برخې پاتې کېږي.
هغه زياته کړه: ((د پچيراګام په پنګزيو، د هسکې مېنې پاپين او اوغز، د نازيانو دوه خولې نازيان، خوږياڼو ولسوالۍ وزيرو تنګي او د لعلپورې ولسوالۍ په رېنا او پارچاو سيمو کې امنيتي مشکلات شته.))
بلخوا د ننګرهار والي حيات الله حيات ډاډ ورکړ چې په دغو سيمو کې د پوليو پر وړاندې د موجوده خنډونو د مخنيوي لپاره يې هلې ځلې پيل کړې دي.
هغه وايي، هم به د ديني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړتوب او هلو ځلو او هم به د امنيتي ځواکونو د عملياتو پر مهال ياده ستونزه راکمه کړي.
د ننګرهار د حج او اوقافو رياست استازي لعل خان همت هم ډاډ ورکړ چې د منبرونو له لارې به په ټولو ولسواليو کې د پوليو کمپاينونه وکړي او ملا امامان به خلک وهڅوي چې خپلو ماشومانو ته واکسين ورکړي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د کتلوي معافيت ادارې استازي قدرت الله شکېب وويل چې د دغه کمپاين پر مهال به د پوليو پر واکسين سربېره تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو ته د ويټامين اې کمپسول هم وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن