جلال اباد (پژواک، ١٥ زمری ۹۷): محمد عمر چې پرون يې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې ځانمرګي بريدګر ته د غېږې په ورکولو د ګڼو خلکو ژوند وژغوره؛ نن يې مړې خاورو ته وسپارل شو.
د محمد عمر کوژدن لا د پلار په کور ناسته ده، تر راتلونکي اختر وروسته يې واده و؛ خو د سرې ډولۍ ارمان يې په جنازه بدل شو.
نوموړی له خپلو دوو ملګرو سره هغه مهال ووژل شو چې د جلال اباد ښار بهسودو پله ته څېرمه يې د تالاشۍ پرمهال ځانمرګي بريدګر ته غېږه ورکړه.
د محمد عمر په نوم د افغان پوځ د دغه سرتېري جنازه د زمري په ۱۴مه د لغمان مرکز مهترلام ښار کې خاورو ته وسپارل شوه.
د محمد عمر جنازه په خپل کلي کې د خپلو کليوالو له لوري ترسره شوه، په دولتي کچه يې يواځې د سنګر څو ملګري ورغلي و.
کليوال، دوستان او د سنګر ملګري يې که پر وژلو خپه دي؛ خو پر مېړانه يې فخر کوي چې د محمد عمر په څېر ملګری يې درلود.
د محمد عمر مشر ورور محمد حقيار وايي، د ورور پر وژلو اوښکې نه تويوي، ځکه په نره يې قرباني ورکړې ده.
د محمد عمر د جنازې په مراسمو کې راټولو شويو خلکو ته د سيمې ديني عالم، نوموړی پاک او غيرتي شهيد ګڼي او وايي چې دا د وطن قرباني دی.
عمر دوه نور مشران وروڼه هم لري، خو د هغوی ګټه وټه بېله ده، مور یې، وړه خور يې او کونډه خور چې خاوند یې په عسکرۍ کې وژل شوی و، د عمر لاس ته ناست و، خو اوس دا ټول بې سرپرسته شول.
مور يې وايي، تر اختر وروسته يې تکل کړی و چې د محمد عمر ناوې په خپل کور کړي؛ خو دغه ارمان يې پوره نه شو.
نوموړې زياتوي، لا يې د خاوند د مړينې څلوېښتي پوره شوې نه وه، چې کور ته يې د محمد عمر جنازه ور ننوته .
هغه وايي، محمد عمر په خپله ګټه وټه ځمکه هم اخيستې وه، چې د بل په کور کې له اوسېدو ځان بې غمه کړي؛ خو ځمکه يې بې ابادۍ پاتې شوه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن