ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“وسله وال طالبان دې دايمي اوربند او د سولې مذاکرات پيل کړي”

“وسله وال طالبان دې دايمي اوربند او د سولې مذاکرات پيل کړي”

author avatar
6 Aug 2018 - 17:46
“وسله وال طالبان دې دايمي اوربند او د سولې مذاکرات پيل کړي”
author avatar
6 Aug 2018 - 17:46

ګردېز (پژوک،١٥زمرى٩٧):دپکتيا ګڼو ديني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو، ځوانانو او مېرمنو د سولې په تړاو د حرمين شريفين د امامانو، د افغان او اسلامي نړۍ د عالمانو او مفتيانو د دريځ او فتوا په ملاتړ غونډه وکړه.

دوی وويل چې په افغانستان کې د اسلام په نوم له اسلامي اساساتو او نبوي ارشاداتو سره په ټکر کې مردوده جګړه روانه ده، چې هره ورځ په کې بېګناه افغانان قرباني کېږي.

دوی وايي، وسله وال طالبان بايد د نړۍ د ديني عالمانو او د ولس غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي او د سولې خبرې پيل کړي.

قاري صبغت الله احمدي د زمري په ١٥مه د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د روانې جګړې په هکله د افغان ديني عالمانو د فتوا متن واوراوه او ويې ويل چې د افغانستان اکثريت وګړي مسلمان او اساسي قانون يې د سيمې په کچه تر ټولو زيات اسلامي دی.

ده زياته کړه، د مسلمانانو پر وړاندې جګړه که په هر نوم وي، حرامه ده او ټول ترسره کېدونکي ترهګريز اعمال، چاودنې او ځانمرګي بريدونه هېڅ اسلامي جواز نه لري.

نوموړی وايي: ((طالبان بايد د سولې خبرو ته کېني او روان ناورين ته د پای ټکی کېږدي. هر هغه څوک چې سولې ته غاړه نه ږدي، د الله تعالی او رسول الله پر وړاندې مسول دي او په ښکاره د الله تعالی له اوامرو سرغړونه کوي.))

دغه راز بل ديني عالم مولوي روح الله د افغان جګړې په اړه د نړۍ د علماوو له فتوا او د حرمين شريفين د امامانو له خطبې او اعلاميې هرکلی وکړ او ويې ويل چې وسله وال طالبان بايد د مسلمانانو مقدسو ځايونو او د اسلامۍ نړۍ د علماوو پرېکړې ته درناوی وکړي.

دى زياتوي: ((له اوربند سره هيله ده چې دا وياړلی ملت او اسلامي تاریخي هېواد يو ځل بيا خپل تېر تاريخ ته ور ستون شي او خپل تېر عزت او برم تر لاسه کړي. د مسلمانانو په اړه د سولې د تحقق په اړه الله تعالی فرمايي، والصلح خير.))

همدارنګه د پکتيا ولايتي شورا رييس عبدالمالک ځاځي د سولې په تړاو د ديني عالمانو، مشرانو او ولسي هڅې ګټورې وبللې او ويې ويل چې د ګډونوالو له منځه دې له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره باوري، ټولمنلی او باصلاحيته کمېسيون وټاکل شي.

ځاځی وايي: ((هر سړی دې په خپله سيمه او ولسوالۍ کې له طالبانو سره خبرې وکړي او ورته ودې وايي چې زه نور کونډې، يتيمان او د خپلې سيمې تباهي نه غواړم. که دلته راشو، د دولت صفت کوو او هلته د طالب صفت کوو او رښتينی اقدام ونه کړو، نو نور به هم ذليل شو.))

دغه راز قومي مشر داوود ځاځی وايي، طالبان هم سوله غواړي او د سولې او ثبات د تحقق لپاره بايد دوامدارې هڅې وشي.

هغه وويل، ولس له جګړې خورا زيات ستړی دی او که هرې غاړې د ولس د سولې غوښتنه له نظره وغورځوله، نو ولسي ملاتړ به له لاسه ورکړي او خلک به يې پر وړاندې ودريږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.