ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پغمان کې چاودنې د ملي اردو څلورو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

پغمان کې چاودنې د ملي اردو څلورو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده

author avatar
6 Aug 2018 - 09:15
پغمان کې چاودنې د ملي اردو څلورو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده
author avatar
6 Aug 2018 - 09:15

کابل (پژواک، ١٥ زمرى ٩٧): د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د ماین چاودنې د ملي اردو څلورو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د کابل د پوليسو د ١٠١ اسمايي  زون قوماندانۍ وياند حشمت ستانکزي د زمري په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه تېر ماخوستن اته بجې د پغمان ولسوالۍ د خواجه لکن په سيمه کې د ملي اردو پر يوه رينجر موټر شوې وه.

هغه زياته کړه چې په چاودنه کې دوه د ملي  اردو سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د ستانکزي په وينا چې په دې پېښه کې ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی خو وايي چې په اړه یې پلټنې پیل شوې دي.

خو يوه بله سرچينه وايي چې په چاودنه کې دوه سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د زين الله په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې چاودنه ډېره زوروره وه او په کې د ملي اردو یو رينجر موټر په بشپړ ډول ويجاړه شوی دی.

د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى اخيستى.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د  کابل ښار په پنځمه حوزه، پغمان ولسوالۍ، ارغندۍ او نورو سيمو کې امنيتي وضعيت خراب شوى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.