پلخمري(پژواک، ١٥زمرى٩٧): د بغلان مرکز پلخمري کې د شمال ختیځ زون ولایتونو د دیني مدرسو او دولتي دارالعلومونو استادانو ته په نوي میتود د تدریس ورکولو ١٥ ورځنى سيمينار ترسره شو.
یاد ۱۵ ورځنی سیمینار د پوهنې وزارت د ارزیابۍ څانګې عمومي امریت له خوا پيل شوى و چې په کې د بدخشان، تخار، کندوز او بغلان ولایتونو د دیني مدرسو ۲۰۰ استادانو برخه اخيستې وه.
د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو د نظارت څانګې امر مولوي ګدا محمد مفلح وویل چې د پوهنې وزارت هڅه کوي ترڅو د ټولو ښوونکو وړتیا لوړلو لپاره نوې برنامې ترسره کړي.
مفلح وویل، په دغه ۱۵ ورځو کې له ۲۰۰ ډېرو د دیني مدرسو استادان په نوي میتود تدریس او مدیریت سره اشنا شول چې له دې وړاندې یې په یاده برخه کې ستونزې لرلې.
له تخار ولایت څخه راغلي مولوي مسعودالحق غونډې ته وینا کې پر حکومت سختې نیوکې وکړې او حکومت یې دیني عالمانو ته د روزنې او امتیاز ورکولو برخه کې په ناغېړۍ تورن کړ.
دغه راز د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د امام اعظم په نوم دیني مدرسې استاد مولوي فیض محمد حقاني وويل: ((موږ د رهبرۍ، مدیریت، پلان او په نوي میتود د تدریس په اړه هغه څه زده کړل چې تر دې وړاندې مو هیڅ اشنايي نه لرله، نوی تعلیمي میتود رښتیا چې ښوونکي سره مرسته کوي اوله مخې یې زده کوونکي هم په اسانۍ درس ذهن ته سپارلی شي.))
هغه زیاته کړه چې د دیني مدرسو استادان وړ تعلیمي نصاب ته اړتیا لري چې په دغه برخه کې د پوهنې او روزنې وزارت تراوسه د پام وړ څه نه دي کړي.
د غونډې ګڼ شمېرنورو ګډون والوهم په دیني مدرسو کې د واحد دولتي نصاب نه شتون ستونزه ياده کړه او له مسوولینو یې د ټاکلي واحد نصاب غوښتنه وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن