ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فاریاب کې لس طالبان او یو دولتي سرتېری وژل شوي دي

په فاریاب کې لس طالبان او یو دولتي سرتېری وژل شوي دي

author avatar
6 Aug 2018 - 19:27
په فاریاب کې لس طالبان او یو دولتي سرتېری وژل شوي دي
author avatar
6 Aug 2018 - 19:27

میمنه (پژواک، ۱۵ زمری۹۷): د فاریاب پولیس د دغه ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې د لسو طالبانو او یوه دولتي سرتېری د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د فاریاب د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالکریم یورش پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو طالبانو تېره شپه د یادې ولسوالۍ د بازار کلا او جمجمې کلا پر امنیتي پوستو ډله ییز برید کړی چې د امنیتي ځواکونو له قوي مقاومت سره مخامخ شوي دي.

ده زیاته کړه، د دواړو لورو ترمنځ یاده نښته نن سهار تر ۳ بجې روانه وه.

د هغه په وينا، په دغه نښته کې لس وسله وال طالبان او یو دولتي سرتېری وژل شوي، شپږ طالبان او دوه امنيتي سرتېري ټپیان دي.

دى وايي، په جګړه کې ملکي وګړو ته زیان نه دی رسېدلی.

د پېښې د سیمې یوه اوسېدونکي وویل، د دولت اباد ولسوالۍ په جمجمه کلا او بازار کلا کې تېره شپه سخته نښته وشوه او دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه ونه ویل.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.