کابل (پژواک، ۱۵ زمری۹۷): د پوهنې وزارت د ګرمۍ د زیاتېدو له امله په سړو سیمو او ولایتونو کې د ښوونځيو رخصتي د وږي تر درېیمې وغځوله.
د هېواد د سړو سیمو ښوونځیو د زمري له دویمې تر ۱۳ مې د اوړي رخصتي درلوده.
خو د پوهنې وزارت نن په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د شخصي او دولتي ښوونځیو د اوړي رخصتي تر لوی اختر وروسته تر لومړۍ شنبې وغځول شوه.
سرچینې لیکلي، د یادو ښونځیو ښوونکي او زده کوونکي دې د وږي پر ۳ مه (شنبې) په ښوونځیو کې موجود وي.
دغه راز سرچینې لیکلي: ((ټولو دولتي او شخصي موسسو ته امر شوی چې د تعلیمي نصاب هغه مفردات چې د یوې میاشتې رخصتۍ له امله نه دي تطبیق شوي، د کال تر اخره جبران کړي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن