ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې نوي زېږېدلي نښتي ماشومان بېړنۍ درملنې ته اړتيالري

بدخشان کې نوي زېږېدلي نښتي ماشومان بېړنۍ درملنې ته اړتيالري

author avatar
7 Aug 2018 - 15:57
بدخشان کې نوي زېږېدلي نښتي ماشومان بېړنۍ درملنې ته اړتيالري
author avatar
7 Aug 2018 - 15:57

 فیض اباد(پژواک، ١٦ زمری ٩٧): د بدخشان د ولایتي روغتون چارواکي وايي، یوې مېرمنې دوه داسې لوڼې زېږولې دي چې د سر په برخه کې سره نښتې او په بدخشان کې یې د بېلېدو امکان نشته.

 دغه نوې زېږېدلې سرېښ ماشومانې دیاد ولایت د لوی ښار ولسوالۍ د رابګلک کلي پورې اړوند یوې مېرمنې د فیض اباد د ولایتي روغتون په نسايي او ولادي برخه کې زېږولې دي.

 د یاد روغتون د نسايي او ولادي برخې متخصص ډاکتر محمد یتیم تمیم پژواک خبري اژانس ته وویل، د سر په برخه کې دغو دوه نښتو ماشومانو د زېږېدو پر مهال تنفسي ستونزې درلودې او روغتیایي وضعیت یې نازک و؛ خو د روغتیايي کارکوونکو د هلو ځلو په پایله کې یې پزې خلاصې او تنفسي حالت یې نورمال شو.

 نوموړي زیاته کړه: (( د طبي پرمختللو وسالیو او د ماشومانو د جراحي متخصص ډاکتر د نه شتون له امله د فیض اباد په ولایتي روغتون کې د دغو نښتو ماشومانو د بېلېدو او درملنې امکان نشته او باید په کابل کې یوه مجهز روغتون ته ولېږدول شي.))

 هغه زیاته کړه چې د ماشومانو کورنۍ ډېره بېوزلې ده او هېڅ ډول مالي امکانات نه لري چې د ماشومانو عملیات یې ترسره کړي.

 د تمیم په خبره، بد شکله زېږون ډېری وخت د باردارۍ پر مهال د بې کیفیته  او خپلسرو درملو د خوړلو له امله یا د هغو کسانو تر منځ د جنیټیکي مسایلو له امله چې د کاکا، ماما، خاله له لورګانو او یا نورو نږدې خپلوانو سره واده کوي رامنځته کېږي.

 د دغو دوه نښتو ماشومانو ۳۸ کلنه مور ثریا پژواک خبري اژانس ته وویل: (( موږ ډېر بېوزله یو، د ماشومانو د درملنې لپاره هېڅ ډول امکانات نه لرو او له موږ سره موسسوهېڅ مرسته نه ده کړې.))

 نوموړې زیاته کړه، په بستر کې د دغه وضعیت د لرلو له امله د هېڅ کار توان نه لري او خپله هم مرستې ته اړتیا لري.

هغې له خیریه موسسو او خلکو وغوښتل چې د ماشومانو د درملنې او بېلوالي په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.