ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د وچکالۍ له امله د۶۲ زره هکتاره للمي ځمکو غنم له منځه تللي

بلخ کې د وچکالۍ له امله د۶۲ زره هکتاره للمي ځمکو غنم له منځه تللي

author avatar
7 Aug 2018 - 16:03
بلخ کې د وچکالۍ له امله د۶۲ زره هکتاره للمي ځمکو غنم له منځه تللي
author avatar
7 Aug 2018 - 16:03

مزار شريف ( پژواک، ۱۶زمری ۹۷) : د بلخ د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو رياست مسوولين وايي چې سږکال په دغه ولايت کې پر ۶۲زره هکتاره للمي ځمکې کرل شوي غنم د وچکالۍ له امله له منځه تللي دي.

دوی زياتوي چې د للمي ځمکو د کښتونو د خرابېدو تر څنګ، د اوبو د کمښت له امله د ابي ځمکو په حاصلاتو کې هم کموالی راغلی دی.

له دې سره په بلخ ولايت کې د للمي ځمکو د حاصلاتو ډېرېدو په موخه پر پنځه سوه جريبه ځمکه د يوه تحقيقاتي فارم د جوړېدو چارې هم پيل شوې.

د بلخ د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې رييس سراج الدين مهربان وايي چې سږ کال د وچکالۍ له امله په دغه ولايت کې پر زرګونه جريبه للمي ځمکو کرل شوی کښت له منځه تللی دی.

نوموړي دغه څرګندونې د زمري په ۱۶مه د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې (په وچو ځمکو د کرنې پراختيا) په پروګرام کې وکړې.

د بلخ د کرنې رييس زياته کړه، هر کال په بلخ ولايت کې د کروندګرو له خواپر شاوخوا ۹۵ زره هکتاره ابي او ۶۲زره هکتاره للمي ځمکو کښتونه کېږي.

د مهربان په وينا، چې سږکال د روانې وچکالۍ له امله د بلخ د ټولې ۶۲زره هکتاره للمي ځمکې حاصلات سوځېدلي دي.

نوموړي زياته کړه، چې ياد رياست دې برخه کې له کروندګرو سره کښتونو ته د اوبو رسولو په موخه د لسګونه تراکتورونو مرسته هم کړې وه؛ خو بيا هم د  وچکالۍ افت د زيانونو مخه ونه نيول شوه.

مهربان وويل: (( که د هر هکتار ځمکې حاصل موږ يو ټن غنم محاسبه کړو؛ نو دې سره ويلای شو، چې سږ کال موږ ۶۲زره مټريک ټنه غنم له لاسه ورکړل.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.