ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ازره کې د امريکايي ځواکونو د بمبار له امله ٢٤ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې”

“ازره کې د امريکايي ځواکونو د بمبار له امله ٢٤ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې”

author avatar
7 Aug 2018 - 09:06
“ازره کې د امريکايي ځواکونو د بمبار له امله ٢٤ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې”
author avatar
7 Aug 2018 - 09:06

تعقيبي-پل علم (پژواک، ١٦ زمرى ٩٧): د کورنيو چارو وزارت وايي چې د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو د هوايي بمبار له امله نهه پوليس وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي.

تېره شپه وسله والو طالبانو د لوګر پر ارزې ولسوالۍ ډله ييز بريد وکړ چې د ملکي وګړو ترڅنګ يو شمېر امنيتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دې اړه د کورنيو چارو وزارت د وياند مرستيال نصرت رحيمي د فرانسې اژانس ته ويلي چې د ازرې په جګړه کې د افغان ځواکونو د ملاتړ په موخه له امريکايي ځواکونو څخه د هوايي بريدونو غوښتنه وشوه.

هغه وايي چې امريکايي ځواکونو په تېروتنه کې د پوليسو پوستې بمبار کړي چې له امله يې نهه پوليس وژل شوي او ١٥ نور ټپيان شوي دي.

بل لورته د ناټو مطبوعاتي دفتر بيا پژواک ته وويل چې دغه هوايي بريد د افغان ځواکونو د ملاتړ په موخه ترسره شوى دى.

هغوى د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه چې په دې اړه پلټنې روانې دي.

خو نن سهار د لوګر ولايتي شورا مرستيال عبدالولي وکيل پژواک ته ويلي و چې په ازره کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې ٣٥ سرتېري او ملکي خلک وژل شوي او جګړه لا هم روانه ده.

ده زياته کړې وه چې سهار مهال امريکايي ځواکونو په دې ولسوالۍ کې د پوليسو دوه پوستې بمبار کړې چې له امله يې ١٥ پوليس وژل شوي دي.

په دې اړه د ازرې ولسوال حميدالله حميد هم پژواک ته وويل چې د طالبانو په بريدونو کې افغان ځواکونو، ملکي خلکو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه د نورو جزئيات په اړه معلومات ورنه کړل.

بل لور ته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په ازره کې د طالبانو جګړه د بري پر لور روانه ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.