د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بلخ کې د وچکالۍ له امله د۶۲ زره هکتاره للمي ځمکو غنم له منځه تللي

بلخ کې د وچکالۍ له امله د۶۲ زره هکتاره للمي ځمکو غنم له منځه تللي

Aug 07, 2018 - 16:03

مزار شريف ( پژواک، ۱۶زمری ۹۷) : د بلخ د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو رياست مسوولين وايي چې سږکال په دغه ولايت کې پر ۶۲زره هکتاره للمي ځمکې کرل شوي غنم د وچکالۍ له امله له منځه تللي دي.

دوی زياتوي چې د للمي ځمکو د کښتونو د خرابېدو تر څنګ، د اوبو د کمښت له امله د ابي ځمکو په حاصلاتو کې هم کموالی راغلی دی.

له دې سره په بلخ ولايت کې د للمي ځمکو د حاصلاتو ډېرېدو په موخه پر پنځه سوه جريبه ځمکه د يوه تحقيقاتي فارم د جوړېدو چارې هم پيل شوې.

د بلخ د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې رييس سراج الدين مهربان وايي چې سږ کال د وچکالۍ له امله په دغه ولايت کې پر زرګونه جريبه للمي ځمکو کرل شوی کښت له منځه تللی دی.

نوموړي دغه څرګندونې د زمري په ۱۶مه د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې (په وچو ځمکو د کرنې پراختيا) په پروګرام کې وکړې.

د بلخ د کرنې رييس زياته کړه، هر کال په بلخ ولايت کې د کروندګرو له خواپر شاوخوا ۹۵ زره هکتاره ابي او ۶۲زره هکتاره للمي ځمکو کښتونه کېږي.

د مهربان په وينا، چې سږکال د روانې وچکالۍ له امله د بلخ د ټولې ۶۲زره هکتاره للمي ځمکې حاصلات سوځېدلي دي.

نوموړي زياته کړه، چې ياد رياست دې برخه کې له کروندګرو سره کښتونو ته د اوبو رسولو په موخه د لسګونه تراکتورونو مرسته هم کړې وه؛ خو بيا هم د  وچکالۍ افت د زيانونو مخه ونه نيول شوه.

مهربان وويل: (( که د هر هکتار ځمکې حاصل موږ يو ټن غنم محاسبه کړو؛ نو دې سره ويلای شو، چې سږ کال موږ ۶۲زره مټريک ټنه غنم له لاسه ورکړل.))

د بلخ د کرنې رييس وايي، د روانې وچکالۍ له امله په دغه ولايت کې د ابي ځمکو حاصلات هم د تېرو کلونو په پرتله کم دي.

له دې سره د للمي ځمکو د حاصلاتو زياتېدو او دې برخه کې له کروندګرو سره د مرستې په موخه بلخ ولايت کې پر ۵۰۰ جريبه للمي ځمکې د يوه تحقيقاتي فارم د جوړېدو چارې هم پيل شوې دي.

په وچو سيمو کې د کرنې وزارت د ترويج څانګې امرعبدالواسع احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ورته فارمونه به د هېواد په اتو ولايتونو کې جوړ شي.

هغه زياته کړه چې د يادو فارمونو د جوړېدو لګښت ټولټال دوه ميليونه امريکايي ډالره اټکل شوی چې د استراليا هېواد له خوا ورکول کېږي.

نوموړی وايي،ياده پروژه به په دوو کلونو کې بشپړه شي، چې په وينا يې په لومړي ګام کې به دغه فارمونه په بلخ، تخار او جوزجان ولايتونو کې جوړ شي.

احمدي زياتوي، د يادو تحقيقاتي فارمونو په جوړېدو سره به کروندګرو ته په للمي ځمکو باندې د هغو تخمونو د کرلو مشورې او مرستې ورکوي چې د ځمکې له طبيعت سره برابر وي او د باران ډېرو اوبو ته هم اړتيا ونه لري.

هغه وايي: (( کرنې وزارت غواړي، له نويو زراعتي تجربو او پرمختللو وسايلو څخه په ګټه اخيستو په للمي سيمو کې د حاصلاتو په کچه کې زياتوالی راولي.))

د کرنې وزارت دغه چارواکي زياته کړه چې د افغانستان په ۱۹ ولايتونو کې پراخې للمي ځمکې موجودې دي او په وينا يې که کار ورته وشي؛ د ځان بساينې تر کچې حاصلات ترې اخيستل کېدای شي.

په ورته وخت کې د بلخ يو شمېر کروندګر وايي چې د اوبو د کمښت له امله يې د ابي ځمکو کښتونه هم د وچېدو له ګواښ سره مخ دي.

د بلخ ولايت د بلخ  ولسوالۍ کروندګر محمد اسماعيل له پژواک سره خبرو کې وويل چې دمګړۍ يې په ځمکو کې پنبه، د خټکيو او هندواڼو پاليزونه کرلي، چې اوس اوبه ورته نه شي رسولی.

نوموړي زياته کړه، پوهېدو چې د وچکالۍ له امله به اوبه کمېږي؛ نو ځکه يې  له خپلې۳۰ جريبه ابي ځمکې څخه يې په ۱۵ جريبه باندې کښت نه دی کرلی.

خو هغه وايي چې اوس همدې نيمې کرل شوې ځمکې ته هم اوبه نه پېدا کېږي.

اسماعيل زياتوي، کروندګر له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي او له  حکومت  څخه غوښتنه کوي، چې راتلونکو کلونو کې د اوبو د کموالي موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.

د بلخ ولايت د دولت اباد ولسوالۍ کروندګر عبدالصبور هم وايي چې د دغې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې حتی د څښلو لپاره هم اوبه نه پيدا کېږي.

هغه له پژواک سره په خبرو کې وويل چې د نورو کلونو په پرتله يې سږ کال د ابي ځمکو په حاصلاتو کې هم له نيمايي څخه ډېر کموالی راغلی دی.

صبور زياته کړه: (( هر کال به موږ له يو جريب ابي ځمکې څخه ۷۰ منه غنم حاصل اخيسته؛ خو سږ  کال مو د وچکالۍ له امله ۲۰ منه ترې واخيست.))

نوموړی زياتوي، د وچکالۍ او اوبو د کمښت له امله ځينو فصلونو مرضونه هم پيدا کړي دي.

د هغه په وينا، په ډېر سيمو کې کروندګرو حتی له خپلو ځمکو څخه د خپل لګښت په اندازه هم بېرته حاصل نه دی راټول کړی.

له دې ټولو ستونزو سره په للمي ځمکو کې د کرنې وزارت د ترويج د رياست مسوول خوشبين دی چې په للمي ساحو کې د تحقيقاتي فارمونو په جوړېدو سره به د کروندګرو ډېرې ستونزې حل شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement