خوست ښار (پژواک، ۱۶ زمری ۹۷): خوست کې د يوه وسله وال بريد او ماين چاودنې په پايله کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
ياده پېښه نن سهار د زمري په ۱۶مه د خوست ځاځي ميدان ولسوالۍ اړوند د سيدګۍ په سيمه کې چې د پکتيا ولايت جاني خېلو ولسوالۍ ته نږدې پرته ده، شوې ده.
د خوست امنيه قوماندان سمونمل اخترمحمد نوروزي د پېښې د تائيد ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو لومړی په دغو کسانو باندې ډزې کړې دي او وروسته پرې د ماين چاودنه شوې ده.
نوموړي وويل چې په دې پېښه کې درې ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي. د هغه په وينا،د وژل شوو کسانو جسدونه د سيمې خلکو له ځان سره وړي او ټپيان د درملنې په موخه خوست ښار ته انتقال شوي دي.
امنيه قوماندان اخترمحمد نوروزي زياته کړه، دا بريد وسله والو طالبانو ترسره کړی دی.
په همدې حال کې د سيمې يوه اوسېدونکي محمدعارف پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا کسان د مزرعې رېبلو لپاره يادې شوې سيمې ته تللي وو، چې وسله والو طالبانو ورباندې بريد وکړ.
د هغه په وينا چې وسله وال طالبان د جاني خېلو ولسوالۍ څخه دغې سيمې ته رااوښتي وو.
تردې دمه د پېښې مسووليت چا نه دى منلى او نه هم وسله والو طالبانو رسنيو ته په دې تړاو څه ويلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن