ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان او اروزګان  قومي مشرانو د سولې په اړه دحکومت د هلو ځلو ملاتړ وکړ

د بغلان او اروزګان قومي مشرانو د سولې په اړه دحکومت د هلو ځلو ملاتړ وکړ

author avatar
7 Aug 2018 - 17:23
د بغلان او اروزګان  قومي مشرانو د سولې په اړه دحکومت د هلو ځلو ملاتړ وکړ
author avatar
7 Aug 2018 - 17:23

پلخمري، ترينکوټ (پژواک،١٦زمرى٩٧): بغلان او اروزګان ولايتونو کې يو  شمېر قومي مشرانو او لسګونو دیني عالمانو له وسله والو طالبانو سره د بیا ځلي اوربند او سولې ته د رسېدو په اړه د حکومت له هلو ځلو ملاتړ وکړ.

دغه کسان چې يو شمېر ښځو هم په کې ګډون درلود، د زمري په ١٦مه د بغلان مرکز پلخمري ښار کې را ټول شوي وو.

په دې غونډه کې مولوي رحم خدا عمري وويل چې د افغانستان، سعودي او ځینو نورو هېوادونو دیني عالمانو په هېواد کې روانه جګړه حرامه بللې، نو طالبانو ته هم په کار ده چې سوله وکړي.

هغه د نيوکې په ډول وويل: (( افغانانو دېرش کاله خپلو کې جګړې وکړې  او یو بل یې  ووژل، د سعودي عالمانو  باید پخوا د افغانستان د جګړې په اړه فتوا ورکړې واى، ځکه داسې نه ده چې اسلامي هېوادونه د افغانستان  دجګړې په حقیقت او اړخونو اوس خبرېږي پر هرڅه له پخوا نه پوه و خو اوس هم ترې مننه کوو.))

دغه راز بل ديني عالم مولوي محمد یاسین مهدیار هم افغانستان  دسولې  په اړه  دسعودي  دحکومت او دیني عالمانو له وروستیو څرګندونو او په کابل کې د دیني عالمانو د فتواد ملاتړ ترڅنګ له وسله والو طالبانو د تلپاتې سولې غوښتنه وکړه.

نوموړي کابل کې د دیني عالمانو له خوا  د صادره شوې  فتوا  متن  ولوست  چې په کې د روانې جګړې پای ته رسېدو او سولې ته د رسېدو غوښتنې په کې شوې وې.

همدرانګه بغلان کې مدني فعال شاه زمان زماني وويل چې چارواکي بايد د سولې لپاره مثبت ګامونه پورته کړي.

همدارنګه د غونډې نورو ویناوالو هم د سولې په اړه د افغان حکومت او  سعودي عربستان د هلو ځلو ستاينه وکړه.

دغه راز سلګونو اروزګاني اوسېدونکو نن د یوې پراخې غونډې پرمهال په هېواد کې د سولې له روان بهیر او په دې برخه کې د شته پرمختګونو ملاتړ وکړ .

دغه راز دوى په کوردننه او بهر د دیني عالمانو غونډې د سولې د راتګ په برخه کې ګټورې وبللې.

د اروزګان د سولې شورا مشر سرکاتب محمد شاه غونډې ته وويل، اوس ددې وخت رارسېدلی چې ټول افغان ولسونه د دایمي سولې راتګ لپاره سره یوځای شي او روانې جګړې ته د پای ټکى کېږدې.

هغه زياته کړه، د سولې راتګ لپاره وروستو هڅو طالبان له جګړې لاس پر سر کړي او زیات شمېر یې په کور ناست دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.