ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د تخار په ماورای کوکچه ولسوالیو کې د طالبانو فعالیتونه زیات شوي”

“د تخار په ماورای کوکچه ولسوالیو کې د طالبانو فعالیتونه زیات شوي”

author avatar
7 Aug 2018 - 17:05
“د تخار په ماورای کوکچه ولسوالیو کې د طالبانو فعالیتونه زیات شوي”
author avatar
7 Aug 2018 - 17:05

تالقان (پژواک،١٦زمری٩٧): ولسي پاڅون کوونکي د تخار په ماورای کوکچه ولسوالیو کې د مهماتو له کمښت څخه شکایت کوي او وايي چې د دوی په سیمو کې د طالبانو فعالیتونه ډېر شوي دي.

د هغه په خبره، یواځې د درقد، ینګي کلا، دشت کلا او خواجا بهاوالدین ولسوالیو مرکزونه د حکومت تر کنټرول لاندې دي او ددغو څلورو ولسوالیو نورې ټولې برخې طالبان کنټرولوي.

د ماورای کوکچه ولسوالیو د ولسي پاڅون کوونکو عمومي قوماندان ملک تاتار نن پژواک خبري اژانس ته وویل، د طالبانو فعالیتونه د دغې سيمې په څلورو ولسوالۍ کې ډېر شوي دي.

نوموړي وویل: (( طالبان د ولسوالیو د مرکزونو تر یو کیلومترۍ پورې فعالیت کوي، خو حکومت په دې برخه کې هېڅ کار نه کوي او ولسي پاڅون کوونکي په تش لاس له طالبانو سره جګړه نه شي کولی.))

دغه راز د ولسي پاڅون کوونکو یوه سرګروپ موسى هم د مهماتو له نه شتون څخه شکایت لري او ګواښ کوي چې که له دوی سره مرسته ونه شي دغه ولسوالۍ به سقوط وکړي.

نوموړي وویل: ((موږ ته تر اوسه دولت هېڅ تجهیزات نه دي راکړي، د امنیت دغه تشه هم ولسي پاڅون کوونکو ډکه کړې، که زموږ مرسته او ملاتړ ونه شي وضعیت به خراب شي.))

په همدې حال کې د ینګي کلا اوسېدونکی حاجي یوسف هم امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي چې حکومت باید پراخ عملیات ترسره کړي.

حاجي یوسف زیاته کړه: (( موږ شپه او ورځ نا ارامه یو، که عملیات ونه شي د ینګي کلا ولسوالۍ به سقوط وکړي.))

بلخوا د تخار د امنیې قوماندانۍ امر نظام الدین غوري پژواک ته وویل، د ماورای کوکچه ولسوالیو د امنیت ساتنې لپاره په نږدې راتلونکې کې عملیات ترسره کېږي.

نوموړي زیاته کړه: (( په ماورای کوکچه کې عملیات ترسره کېږي او خلکو ته ډاډ ورکوو چې حالت ښه کېږي.))

د ولسي پاڅون کوونکو او خلکو دغه اندېښنې په داسې حال کې ترسره کېږي چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې طالبانو د ینګي کلاــ خواجه بهاوالدین او دشت کلا لارې د دولتي کار کوونکو پر مخ تړلې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.