کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۹۷): د کابل- غزني له سړک څخه ۳۴ کیلومتره، دايکنډي کې نږدې نهه کيلومتره او کندهار کې نږدې يونيم کيلومتره سړک د يو ميليارد افغانيو په لګښت رغول کېږي.
د دغو پروژو تړونونه نن کابل کې د فوايد عامې وزير او پلي کوونکو شرکتونو د مشرانو تر منځ لاسليک شول.
د فوايد عامې وزارت وزیر انجنير یما یاري په دغه ناسته کې د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې د دغو پروژو لګښت د اسیا پراختیا بانک، نړیوال بانک او د افغانستان د حکومت له لوري تمویلیږي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د کابل- غزني د لويې لارې ياد ٣٤ کيلومتره سړک بيا رغونه له غزني څخه پيليږي. هغه ونه ويل چې د کابل- غزني د سړک دغه برخه به چېرته پاى ومومي.
دى وايي، د دې پروژې کار به د څه باندې ٣٥٢.٢ ميليون افغانيو په لګښت د يو کال په موده کې "د اسلام ترېډينک کنسرسيوم" له خوا بشپړېږي.
د ده په وينا، د کابل- غزني د لويې لارې پاتې دوه برخې (٤٠ او ٦٤ کيلومتره) د تدارکاتو په پړاو کې دي او د رغولو تړونونه به یې په نږدې راتلونکې کې لاسليک شي.
یاري زياته کړه چى د دايکنډي په مرکز نيلي کې د نږدې نهه کيلومتره سړک د بيا رغونې، قير کولو او څراغونو نصبولو چارې هم په نننيو تړونونو کې شامل دي.
د هغه په وينا، دغه پروژه به د څه باندې ۶۳۱ میليونه افغانیو په لګښت په ١٨ مياشتو کې د " نوید نوری سالم بگرام او تابش امید" ګډو ودانيزو شرکتونو له خوا بشپړ شي.
ده وويل چې د يادو تړونونو له مخې به د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې نږدې يو نيم کيلومتر سړک هم د نږدې ۱۶میلیونه افغانیو په لګښت په شاوخوا څلورو مياشتو کې د "ارين متحد" ودانيز شرکت له خوا ورغول شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن