ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني د هېواد له سیاسي مشرانو سره جلا مشورتي ناستې وکړې

ولسمشر غني د هېواد له سیاسي مشرانو سره جلا مشورتي ناستې وکړې

author avatar
7 Aug 2018 - 11:33
ولسمشر غني د هېواد له سیاسي مشرانو سره جلا مشورتي ناستې وکړې
author avatar
7 Aug 2018 - 11:33

کابل (پژواک، ١٦ زمرى ٩٧) : ولسمشر اشرف غني د ملي او مهمو مسایلو په اړه د مشورتي ناستو په لړ کې د هېواد سیاسي او جهادي رهبرانو او شخصیتونو سره د سولې، اوربند، ټاکنو او د افغانستان د ځینو مهمو روانو موضوعاتو په اړه بحث او مشورې وکړې.

له ارګ څخه د زمري په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې مشورتي ناستو کې چې له څو ورځو راهیسې یې په ارګ کې جریان درلود، ولسمشر محمداشرف غني خپل لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، مخکني ولسمشر حامد کرزي، عبدرب الرسول سیاف، حضرت صبغت‌الله مجددي، محمدیونس قانوني، عطامحمد نور، محمد محقق، انجنیر محمد خان، انجنیر ګلبدین حکمتیار، محمدکریم خلیلی، محمدالماس زاهد، میر امان الله ګذر، حاجي اقبال صافي، حاجي دین‌محمد، عبدالحکیم منیب، محمد اکبري، سید حامد ګیلاني، انورالحق احدي، عبدالهادي ارغندیوال، عطاالله لودین او د سید اکرام الدین په مشرۍ د اسلامي جمعيت د انسجام شورا یو شمېر غړو سره جلا کتنې لرلې.

سرچينې زياته کړې، د هېواد سیاسي رهبرانو او مشرانو د سولې او امنیت، اوربند او ټاکنو په ګډون د افغانستان د روان وضعیت او سیاسي مسایلو په اړه خپل لیدلوري، وړاندېزونه او نظریات له جمهورريیس سره شریک کړل.

ولسمشرغني له ننګونو او ستونزو څخه د افغانستان د وتلو لپاره د هېواد د مهمو ملي مسایلو په اړه مشوره یو اصل وباله او ټینګار یې وکړ چې د هېواد د ملي او سیاسي مشرانو له طرحو او نظریاتو څخه د استفادې په موخه به مشورتي ناستې دوام ولري.

د يادونې ده چې ولسمشر غني دغه راز له لسګونو سياسي مشرانو سره هم ګډه ناسته لرله، چې په حکومت کې راجستر دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.