ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فراه کې ۱۹ طالبان او څلور امنیتي سرتېري وژل شوي

په فراه کې ۱۹ طالبان او څلور امنیتي سرتېري وژل شوي

author avatar
7 Aug 2018 - 16:20
په فراه کې ۱۹ طالبان او څلور امنیتي سرتېري وژل شوي
author avatar
7 Aug 2018 - 16:20

فراه (پژواک، ١٦ زمری ٩٧): د فراه د والي ویاند ادعا کوي چې تېره شپه د دغه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ په نښته کې ۵۱ طالبان او ۱۰ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو وسله وال طالبان بیا وایي چې په دغه نښته کې ۱۶ دولتي سرتېري او درې طالبان وژل شوي او پنځه نور طالبان ټپیان دي.

د فراه د والي ویاند ناصر مهري پژواک ته وویل، وسله والو طالبانو تېره شپه د بالابلوک ولسوالۍ په دهزک کلي کې د ملي اردو پر درېيو امنیتي پوستو برید وکړ.

د هغه په خبره، یاد برید د امنیتي ځواکونو له ځمکني او هوايي مقاومت سره مخ شو چې په پایله کې یې ۱۹ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان دي.

د نوموړي په خبره، په دغه برید کې چې تېره شپه ۱۰ بجې پیل او د سهار تر ۴ بجو یې دوام درلود د ملي اردو څلور سرتېري وژل شوي او شپږ نور یې ټپیان دي.   

د دهزک کلي يو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې واخيستل شي پژواک خبري اژانس ته وویل، د ۹ طالبانو مړي نن سهار سپين ږیرو د جګړې له ډګره لېږدولي او د پنځو نورو وژل شوو مړي چې نه پېژندل کېږي تر اوسه د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

د هغه په خبره، طالبانو تېره شپه د خپلو یو شمېر کسانو جسدونه انتقال کړي؛ خو دقیقه اندازه یې روښانه نه کړه.

دغه راز نوموړي زیاته کړه: (( د معلوماتو له مخې په دې برید کې د ملي اردو شاوخوا لس سرتېري هم وژل شوي.))

د دهزک کلي اوسېدونکي وویل،د دواړو لورو کسان ټپیان شوي هم دي؛ خو په اړه یې کره معلومات ور نه کړل.

د طالبانو يو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، دغه برید په بالابلوک ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه مرکز شوى چې په پایله کې یې ۱۶ دولتي سرتېري او درې وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

نوموړي ادعا وکړه چې یادشوی مرکز طالبانو نیولی او د دولتي سرتېرو ۱۶ میله وسله یې هم لاس ته ورغلې ده.

خو د سیمې اوسېدونکی او د والي ویاند د طالبانو له لوري د ملي اردو د کوم مرکز یا پوستې د نیول کېدو خبر رد کړی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.