ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مدني فعالان: حکومت غزني کې د ټاکنو په ځنډولو سره غواړي دغه ولایت طالبانو ته وسپاري

مدني فعالان: حکومت غزني کې د ټاکنو په ځنډولو سره غواړي دغه ولایت طالبانو ته وسپاري

author avatar
8 Aug 2018 - 16:15
مدني فعالان: حکومت غزني کې د ټاکنو په ځنډولو سره غواړي دغه ولایت طالبانو ته وسپاري
author avatar
8 Aug 2018 - 16:15

کابل (پژواک، ۱۷ زمری ۹۷): د غزني يو شمېر مدني فعالان ادعا کوي چې افغان حکومت په دغه ولايت کې د ټاکنو ترسره کولو اراده نه لري او غواړي دغه ولايت طالبانو ته وسپاري.

د غزني ولايت يو شمېر مدنی فعالان نن په کابل کې د يوې اعتراضي ناستې پر مهال په دغه ولایت کې د ټاکنو ځندېدو په تړاو د حکومت نوې پرېکړه وغندله.

مدني فعال عوض سادات چې د نورو په استازيتوب يې خبرې کولې، په قطر کې امريکايي چارواکو او طالبانو د وروستيو مذاکراتو ته په اشاره وويل، حکومت غواړي د غزني ولايت په ګډون ځيني نور ولايتونو وسله والو طالبانو ته وسپاري، خو تر اوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړې ته نه دي رسېدلي.

سادات په غزني کې ټاکني حوزه يي کېدل او ځنډېدل د حکومت شوم پلان وباله او زياته يې کړه چې حکومت له دې لارې غواړي په دغه ولايت کې ټاکنې ترسره نه شي.

هغه وايي، که په غزني کې ټاکنې ترسره نه شي، دغه ولايت به د حکومت له ولکې ووځي او له کومې ورځې چې په دغه ولايت کې د ټاکنو ځنډېدو خبره مطرح شوې ده، د ياد ولايت امنيت هم له پامه غورځول شوی دی.

هغه د ټاکنو کمېسيون دغه دليل چې په غزني کې امنيتي وضعيت خراب دی او د ټاکنو قانون ۱۰۴مه ماده په داسې حالاتو کې چې د عامو خلکو برخه اخيستنه په ټاکنو کې ناشونې وي، د ټاکنو ځنډېدو حکم کوي، رد کړ او ويې ويل: "د غزني امنيت تر ډېرو ولايتونو غوره دی."

د ناستې په پای کې پرېکړه ليک هم ولوستل شو چې په کې له حکومته او د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه غوښتنه شوې چې د ستونزې د حل په موخه دې ياد ولايت ته پلاوی ولېږي.

همدا راز دوى له نړيوالې ټولنې او د ټاکنو له مرسته کوونکو ادارو غواړي چې په دغه ولايت کې دې د ټاکنو ترسره کېدو لپاره لارې چارې برابرې کړي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر عبدالبديع صياد نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، هغه کمېټه چې د امنيت شورا چارواکي، د ملي شورا مشران او د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسيون مشر په غړيتوب جوړه شوې، د غزني د ټاکنو په تړاو به خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.

هغه زياته کړه، يادې کمېټې تېره ورځ ناسته لرله خو وروستۍ پرېکړې ته نه دي رسېدلي او تمه ده چې په راتلونکې ناسته کې خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.