ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د شکايتونو اورېدو لپاره (۱۶۰)  شمېره فعاله شوه

ننګرهار کې د شکايتونو اورېدو لپاره (۱۶۰) شمېره فعاله شوه

author avatar
8 Aug 2018 - 15:57
ننګرهار کې د شکايتونو اورېدو لپاره (۱۶۰)  شمېره فعاله شوه
author avatar
8 Aug 2018 - 15:57

جلال اباد (پژواک، ۱۶ زمری ۹۷): د ننګرهار چارواکي وايي چې د خلکو شکايتونو اورېدو په موخه يې په دغه ولایت کې د ۱۶۰ ټيلېفوني شمېره فعاله کړې ده او له لارې به یې د هويت پټ ساتلو تر څنګ د خلکو ستونزې اورېدل کېږي.

چارواکي وايي، دغې شمېرې ته هر څوک زنګ وهلی او په ادارو کې د فسادو په اړه او نورو برخو کې خپل شکایتونه ویلی شي.

د شکايتونو اورېدو دغه مرکز د زمري په ۱۶مه د ننګرهار د والي او يو شمېر مسوولینو له لوري پرانيستل شو او شکايتونو ته د رسېدو بشپړ ډاډ يې هم ورکړ.

د ننګرهار والي حيات الله حيات وويل چې له دغه کار څخه يې موخه له ولس سره د هغوی د ستونزو اورېدو په برخه کې د خپلې ژمنې پوره کول، دغه راز په اداراتو کې د خلکو د ستونزو هواری دی.

دی وايي، دغه مرکز به د ټولو هغو خلکو شکايتونه ثبتوي چې په ادارو کې له فساده کړېږي او د ادارو مامورين ترې د کار په بدل کې د بډو اخيستو غوښتنه کوي.

هغه زياته کړه: ((نن د ۱۶۰ لنډه شمېره د ولايت مقام د شکايتونو اورېدو لپاره ٢٤ ساعته فعاله شوه، زموږ هېوادوال چې په هره برخه او هره اداره کې ستونزې لري، نېغ په نيغه کولی شي دغه مرکز ته زنګ ووهي او خپل شکايتونه ثبت کړي.))

والي ډاډ ورکړ چې د شکايت کوونکي شخص هويت پټ ساتل کېږي او موضوع ته به په عاجل ډول څېړل کېږي او نتيجه به يې له شکايت کوونکي شخص سره شريکېږي.

په ورته وخت کې يو شمېر مدني فعالان چې د دغه مرکز پرانيستل کېدو ته راغلي وو، هيله مندي ښکاره کړه چې دغه مرکز به په ننګرهار کې د فساد د مخنيوي په برخه کې ګټور تمام شي.

د ننګرهار د ځوانانو چارو امر مطيع الله احمدزي وويل، تر دې وړاندې هم د والي له لوري ورته يوه شمېره اعلان شوه او دا ډول شمېرې کولی شي چې په اداراتو کې د فساد مخه ډپ کړي.

هغه غوښتنه وکړه چې ولايتي اداره دې يادې شمېرې ته د شکايت کوونکو شکايتونو ته په سمه توګه رسېدنه کوي، څو نور خلک هم پرې باور وکړي.

مدني فعال نوراحمد نوراني بيا ټينګار وکړ چې ۱۶۰ شمېره بايد همېشه فعاله و اوسي او لکه د پوليسو د ۱۱۹ شمېرې غوندې نه وي چې تل به مصروفه وه.

د يادولو ده، د ننګرهار والي د خپل کار په لومړۍ ورځ هم خپله شمېره د شکايتونو اورېدو په موخه اعلان کړې وه؛ خو تر اوسه له دې شمېرې سره څوک پر اړيکه نيولو نه دي بريالي شوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.