کابل (پژواک، ١٧ زمرى ٩٧): ولسمشر اشرف غني کاپیسا ته د خپل سفر پر مهال نن له غرمې مخکې د دغه ولایت له ملکي او نظامي مسوولینو سره وکتل او د هغوی د اجرااتو د راپور اورېدو تر څنګ یې د کاپیسا عمومي امنیتي وضعیت و ارزاوه.
له ارګه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یادو مسوولینو د کاپیسا د عمومي امنیتي وضعیت، لاسته راوړنو او ننګونو په اړه معلومات ورکړل، وې ویل، په کاپیسا کې مېشت امنیتي او دفاعي ځواکونه له لوړ محاربوي مورال څخه برخمن دي چې د دښمن د شومو دسیسو او د ترهګرو د ځپلو په برخه کې همغږې ګډې هڅې کوي.
ولسمشر د یاد راپور له اورېدو وروسته د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو روح ته د دعا تر څنګ د کاپیسا والي او نظامي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د شهیدانو کورنیو ته د رسېدنې په برخه کې دې له هېڅ راز هڅو درېغ نه کوي.
د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان د وطن او خلکو د دفاع او په تګاب ولسوالۍ کې د بریالیو عملیاتو د ترسره کولو په برخه کې د سیمه ییزه مسوولینو هڅې وستایلې او پر موقع یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر اکمال او تجهیز ټینګار وکړ.
ولسمشر غني د احتمالي اوربند پر مدیریت ټینګار وکړ او د کاپیسا والي او نظامي مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د خلکو او راتلونکو ټاکنو د امنیت د لا زیات ټینګښت په موخه دې په دغه ولایت کې د مېشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو تر منځ د لازیاتې همغږۍ هڅې وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن