ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پروان کې يو دیني عالم د تبر په ګوزارونو وژل شوی

په پروان کې يو دیني عالم د تبر په ګوزارونو وژل شوی

author avatar
8 Aug 2018 - 13:15
په پروان کې يو دیني عالم د تبر په ګوزارونو وژل شوی
author avatar
8 Aug 2018 - 13:15

کابل (پژاوک، ٨ اسد ٩٧): تېره شپه ناپېژاندو وسله والو د پروان د مرکز تتمدرې اوسېدونکی مولوي احمدشاه د دغه ولایت په جبل سراج ولسوالۍ کې د تبر په وسیله وژلی دی.

د جبل سراج ولسوال عبدالشکور قدوسي پژواک خبري اژانس ته وویل، لومړنۍ څېړنې ښيي چې ۵۰ کلن مولوي احمدشاه د تبر په وسیله وژل شوی او پولیسو یې جسد د پروان په جبل سراج ولسوالۍ کې د اوبو په یوه کانال کې موندلی دی.

قدوسي زیاته کړه، تر اوسه د یادې وژنې لامل معلوم نه دی.

د پروان د امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مديریت مرستیال فرهاد هاشمي له جزئیاتو پرته وویل، د دې وژنې په تور یې یو کس نیولی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.