مزارشريف (پژواک، ۱۷ زمری ۹۷): د بلخ په شولګر ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې ۱۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د شولګر امنيه قوماندان سيد عارف اغا پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو دغه ماين د شولګر ولسوالۍ د قوچ قزل کلي پر سړک ځای پر ځای کړی و.
نوموړي زياته کړه چې سهار اووه بجې له ياد کلي عام خلک د شولګر ولسوالۍ بازار ته پر لاره وو چې پر سراچه موټر یې د ماین چاودنه رامنځته شوه.
هغه وويل چې په دې پېښه کې شپږو ملکي وګړي وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
د هغه په وينا په وژل شوو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د شولګر امنيه قوماندان وايي چې د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن