کندهار (پژواک، ۱۷ زمری ۹۷): د کندهار د پوهنې ریاست چارواکو د کندهار ښار او ولسوالیو د ۳۳ ښوونځيو د ودانیو د ترمیم چارې پيل کړې.
دغه راز پر یو شمېر ښوونځيو ۶۱ پایې ډسکټاپ کمپیوټرونه هم ووېشل شول.
د کندهار د پوهنې رییس انجنیر عبدالقادر پیوستون پژواک خبري اژانس ته وویل، د ښوونځیو د ترمیم چارې یې د کندهار ښار له محمود طرزي لېسې پيل کړې دي.
هغه زیاته کړه، په دې لړ کې د ښار او ولسوالیو د ۳۳ ښوونځیو ودانۍ ترمیموي چې په بد حالت کې دي.
دی وايي، د ترمیم پر دغو چارو ۱۶ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د ښوونځیو د ودانیو د دروازو، کړکیو، دېوالونو او د اوبو سیستم جوړول او د ټولګيو رنګول په کې شامل دي.
د ده په خبره، هڅه کوي د ترمیم دغه چارې د نوي تعلیمي کال له پيل مخکې ترسره شي.
پيوستون یادونه وکړه چې په کندهار ښار کې د پوهنې اړوند د ۱۰ پروژو چارې روانې دي چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړې شي.
د پوهنې ریاست چارواکو پر یو شمېر ښوونځيو ۶۱ پایې ډسکټاپ کمپیوټرونه هم ووېشل.
پیوستون وايي، د کمپیوټرونه مرسته په کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو له خوا شوې چې دوی پر ۲۰ ښوونځیو ووېشل شول.
نوموړي د ملي اردو له دې مرستې مننه وکړه او ویې ویل چې په دې توګه به د یادو ښوونځیو اړتیاوې تر یوه حده پوره شي.
د کندهار د پوهنې په تشکيل کې ټول ٤٥٠ ښوونځي شته چې دا مهال يې ٣١٨ پرانيستي دي او نور یې د بېلابېلو ستونزو له امله تړلي دي.
له ګڼو نورو ستونزو سره په خوا کې د ودانیو نشتوالی او د کتابونو کمښت هم هغه څه دي چې د پوهنې بهیر یې ټکنی کړی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن